د كډوالو لومړۍ قافله بېرته تركيې ته وسپارل شوه.

دا كډوال د پراخه امنيتي تدابيرو په ترڅ كې تركي مقاماتو ته تسليم شول.

464037
د كډوالو لومړۍ قافله بېرته تركيې ته وسپارل شوه.


د كډوالو پر سر د تركيې- اروپايي ټولنې ترمېنځ لاسليك شوى تړون نن عملي شو. په لومړى ورځ د يونان له ټاپوزمو د ناقانونه كډوالو يوه ۱۳۱ كسيزه قافله چې ټول افغانان او پاكستانيان دي د امنيتي ځواكونو په ملتيا د تركيې د ايزمير ولايت ته راوړل شوه.

دا كډوال د پراخه امنيتي تدابيرو په ترڅ كې تركي مقاماتو ته تسليم شول. دا كسان د ايزمير د ولايت د ديكيلي تاش په سيمه كې په ځانګړي كمپ كې ساتل كيږي.

د اروپايي ټولنې سره د تركيې د هوكړې له مخې ټول هغه كډوال چې د ناقانونه لارې اروپا ته تللي دي، بېرته تركيې ته را لېږل كيږي او دلته په اړوندو كمپونو كې ځاى پر ځاى كيږي.

د تړون په اساس د سوريې د هېواد د كډوالو پرته د افغانانو په ګډون د نورو ټولو هېوادونو ناقانونه كډوال بېرته خپلو هېوادونو ته لېږل كيږي.

اروپايي ټولنه بيا ددې په مقابل كې د تركيې هېوادوالو ته د شينګن د ويزې اسانتياوې برابروي.

د كډوالو د لومړنۍ قافلې ډېرى كډوال پاكستانيان دي. همدا راز يو شمېر افغانان هم پدې قافله كې شامل دي.



اړوند خبرونه