د ترهګرې ډلې پر وړاندې عمليات
د تركيې په ختيځ كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې پر وړاندې د نظامي عملياتو په ترڅ كې د تركي ځواكونو ۵ سرتيري او يو تن پوليس په شهادت ورسېد
463633
د تركيې په ختيځ كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې پر وړاندې د نظامي عملياتو په ترڅ كې د تركي ځواكونو ۵ سرتيري او يو تن پوليس په شهادت ورسېدل.
د ماردين د ولايت د نسايبين په ولسوالۍ كې پر تګ راتګ د بنديز د لګولو نه وروسته د ترهګرو ډلو خوا د ځاى پر ځاى شوو ماينونو د موندلو، د كيندل شوو كندو د پټولو او ترهګرو د نيولو په موخه د مارچ د مياشتې د ۱۴مې نېټې راهيسې پراخه امنيتي تدابير نيول شوي دي.
په سيمه كې د سرك د غاړې د ماين د چاودنې په پايله كې ۵ سرتيري او يو پوليس شهيدان شول او ۴ تنه پوليسان ټپيان شول.
دا په داسې حال كې ده چې تر اوسه پورې لسګونه ترهګر وژل شوي دي.
د بله پلوه د حكاري د ولايت په مربوطاتو كې د ترهګرې ډلې د دوو لوړپوړو غړو په ګډون ۱۶ تنه ترهګره ووژل شول.