د ترکیې لوی درستیز د کابل نه لیدنه وکړه
د ترکیې لوی درستیز تیره ورځ د افغانستان د ولسمشر سره ولیدل
د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال حولوسي اکار د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې د کابل نه لیدنه وکړه.
د هیواد لوی درستیز اکار تیره ورځ په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه وکړه.
محمد اشرف غني پدې لیدنه کې د ترکیې او افغانستان د ژورو تاریخي او دوستانه اړیکو نه یادونه وکړه او وویل چې د افغانستان د پوځ په بڼسټ ایښودو کې د ترکیې د تجربو نه تر ډیره حده ګټه پورته شوې ده .
د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال حولوسي اکار پرون د ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي او په افغانستان کې د ترکي ځواکونو قومندان تورن جنرال محمد جاهد باقر هم ګډون درلود.
د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال اکار پدې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د دوستانه اړیکو ته په اشارې سره وویل چې د ترکېې او افغانستان د حکومتونو سربیره د ملتونو ترمنځه هم قوي دوستانه او ژورې تاریخي اړیکې شتون لري. ترکیه د افغانستان سره اړیکو او دوستۍ ته ډیر زیات اهمیت ورکوي.
هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه قوي ستراتیژیکې اړیکې شتون لري . هغه زیاته کړه چې ترکیه هم د هیواد په دننه او هم په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او دې مبارزې ته ډیر زیات اهمیت ورکوي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان د ترکیې لپاره هر وخت په لومړني کتار کې ځای لري او هیواد به يي د ناټو په چوکاټ کې د افغانستان سره په امنیتي برخو کې مرستې ته دوام ورکړي.
همداشان د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بیا د افغانستان او ترکېې ترمنځه د ژورو تاریخي او قوي دوستانه اړیکو نه په یادونې سره وویل چې افغانستان د خپل پوځ د بڼست ایښودو پر مهال د ترکیې د تجربو نه تر ډیره حده ګټه پورته کړې ده .
هغه وویل چې ترکیه د کلونو کلونو راهیسې د افغانستان سره مرسته کوي او په ځانګړې توګه د امنیت په برخه کې د ترکیې مرستو منندوی یو. هغه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه چې په نړۍواله کچه افغانستان ته د مرستو د راجلبولو په برخه کې ډیرې زیاتې هلې ځلي کړي مننه وکړه.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل