ولسمشر اردوغان په امريكا كې دى.

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د اتومي امنيت په نړيوال سرمشريزه كې د ګډون په موخه د امريكا متحدو ايالتونو ته تللى دى، په واشنګټن كې د تركيې د سفارت په مقر كې ددې هېواد د بهرنيو چارو وزير جان كيري حضور ته ومنلو.

461758
ولسمشر اردوغان په امريكا كې دى.


د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د اتومي امنيت په نړيوال سرمشريزه كې د ګډون په موخه د امريكا متحدو ايالتونو ته تللى دى، په واشنګټن كې د تركيې د سفارت په مقر كې ددې هېواد د بهرنيو چارو وزير جان كيري حضور ته ومنلو.

د ليدنې په ترڅ كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د دوه اړخيزو اړيكو سربېره د يو لړ سيمه ايزو او نړيوالو مسايلو په اړه خبرې اترې وشوې. د خبرو د اجندا موضوع په سوريه كې د روانو حالاتو او د داعش پر وړاندې د مبارزې په اړه بحث وشو.

ولسمشر اردوغان همداراز په امريكا كې د يهودي ټولنو د استازو سره هم ليدنه وكړه.

د ليدنې پر مهال په بلجيم او تركيه كې په ترهګري بريدونو كې د قربانيانو سره خواخوږي وښودل شوه. همداراز د ترهرګرۍ سره د مبارزې، د يهودانو سره د تركيې داړيكو، د تركيې – اسراييلو د اړيكو، د فلسطين د ستونزې، د تركيې- اروپايي ټولنې د اړيكو، انتي سيميتيزم او اسلامافوبيا په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

اردوغان په لوديځ كې د توكمپالنې د بهير پراختيا ته په اشارې سره وويل چې `` له بده مرغه انتي سيميتيزم، اسلامافوبيا او د بهرنيانو پر وړاندې دښمني ددې هېوادونو په سياسي چارو كې لاره موندلې ده. دې ډول د هېوادونو په سياسي ډګر كې پوره پرمختګ كړى دى. د دوى پر وړاندې بايد ګډه مبارزه وشي.``

د يهودي ټولنو مشرانو وويل چې په بيت المقدس كې د مسجد الاقصى په اړه ناسم خبرونه د كره معلوماتو د نشتوالي له امله خپريږي چې اردوغان يې په ځواب كې وويل چې داسې دلايل او اسناد په لاس كې لري چې د مسجدالاقصى په اړه د يهودانو ټولې سرغړونې په كې ثبت شوي دي.

د بله پلوه يهودي مشرانو په استانبول كې په ځانمرګي بريد كې د وژل شوو اسراييلي هېوادوالو د انتقال پر مهال د تركي چارواكو د همكارۍ نه مننه وكړه.



اړوند خبرونه