ولسمشر اردوغان واشنګټن ته سفر وکړ

رجب طیب اردوغان د اټومي وسلو د امنیت په سرمشریزه کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر وکړ

460685
ولسمشر اردوغان واشنګټن ته سفر وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اټومي وسلو د امنیت په نړۍواله سرمشریزه کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان امریکا ته د سفر نه وړاندې د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر باراک اوباما په بلنه پدې سرمشریزه کې ګډون کوي.

د ویلو ده چې د اټومي وسلو د امنیت سرمشریزه د مارچ په ۳۱ نیټه په واشنګټن کې پیلیږي او دوه ورځې به دوام وکړي.

ولسمشر اردوغان د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې ترکیه د نړۍوالې ټولنې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نه پیل په هره برخه کې یو صمیمي همکاری هیواد دی او تل د صمیمي همکاریو نه دفاع کوي. هغه وویل چې پدې سرمشریزه کې به په ځانګړې توګه د پاریس، انقرې، استانبول، بروکسل او لاهور ترهګرو بریدونو خبرې وکړي. ولسمشر وویل چې د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې به په صمیمي همکارۍ ټینګار وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د خپل دې سفر په ترڅ کې به د اټومي وسلو د نړۍوالې سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره دوه په دوه لیدنې وکړي، د سوداګریزې نړۍ د مشرانو سره به وویني او د اکاډمیک او مطبوعاتو د مشرانو سره لیده کاته وکړي.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان به امریکا ته د خپل سفر په چوکاټ کې په امریکا کې د ترکیې لخوا جوړ شوی د ترک امریکن کولتور او مدنیت مرکز پرانیزي.

ولسمشر اردوغان د عراق په شمال کې د داعش لخوا د یو برید په ترڅ کې د شهید شوي ترک سرتیري نه په یدنې سره وویل چې ددې پیښې نه وروسته د داعش په مرکزونو درانده بریدونه شوي او سخت ځواب ورکړ شوی دی.

ترکیه په ۲۰۱۰ کال کې په واشنګټن کې پیل شوي د اټومي وسلو د امنیت په سرمشریزو کې د پیل راهیسي په فعاله توګه ګډون کوي.

په سږنۍ سرمشریزه کې به د ترهګرو لخوا د اټومي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې، د اټومي وسلو او راډیو اکتیف ماده د محافظت او امنیت د لا ټینګښت او پدې اړه د همکاریو د کچې د لا لوړولو په څیر په یو زیات شمیر مسلو به خبرې اترې وشي.



اړوند خبرونه