اسلام فوبیا د داعش په څیر ترهګرو ډلو ته خدمت کول دي

د مسلمانانو پر خلاف شعار ورکول او اسلام دښمني یواځې داعش ترهګرې ډلې ته خدمت کول دي.

458896
اسلام فوبیا  د داعش په څیر ترهګرو ډلو ته خدمت کول دي

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند پدې اړه لیکنه کړې هیله ده چې د پام وړ مو وګرځي.

اسلامي او لویدیځ هیوادونه په سوریه ، عراق، سومالي، فرانسه ، بلجیم او نړۍ په نورو هیوادونو کې د داعش، القاعدې او دیته د نورو ترهګرو ډلو او سازمانونو د لمنځه وړو په خاطر په ګډه توګه مبارزې او کار کولو ته مجبور دي.

د انقرې او استانبول نه وروسته ترهګرو داځل د د اروپا زړه د بلجیم پلازمینه بروکسل په وینو ولړله. وروستیو ترهګریو بریدونو د ترهګرۍ پر وړانډې به مبارزه کې د نړۍ عدم همکاري او صمیمیت په اړه د ټولو سره پوښتنې پیدا کړي دي. خو ددې سره سم يي ټولو ته دا هم ښکاره کړه چې د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې ستراتیژي هر څه ژر ژورو تغیراتو ته اړتیا لري.

ددې وروستیو خونړیو او بې رحمه بریدونو نه په دریو جلا جلا برخو کې سبق اخیستلی شو.

لومړی هر څه ژر باید د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې په ستراتیژۍ کې بدلون راوستل شي. پرته د شکه چې د داعش تهدیدونه باید له منځه یوړل شي. اسلامي او لویدیځ هیوادونه په سوریه ، عراق، سومالي، په فرانسه ، بلجیم او خوا د نړۍ په نورو برخو کې د داعش، القاعدې او دیته د ورته ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف په ګډه مبارزې او کار کولو ته مجبور دي. که چیرې د داعش پر خلاف د مبارزې موجودي ستراتیژۍ ته دقت وکړو پدې ستراتیژۍ کې یواځې په سوریه او عراق کې ددې ډلې پر خلاف په مبارزې ټنیګار شوی دی خو له بده مرغه چې پدې دوو هیوادونو کې مبارزې په نورو هیوادونو اروپا، امریکا او ترکیه کې ددې ډلې د بریدونو مخه نده نیولې.

همداشان داعش ترهګره ډله نن ورځ هم په سوریه کې د روانې جګړې نه قوت او طاقت اخلي. په سوریه کې د کورنۍ جګړې د دوام سره دا ترهګره ډله لا پسې خونخوره او لا پسې ظالمیږي. که چیرې د داعش ترهګرې ډلې طاقت ، قوت او پدې اندازه پراخو اړیکو ته دقت وکړو ، دا ټول په سوریه کې د روانې جګړې او په عراق کې د ناامنۍ او سترو سیاسي او امنیتي ستونزو په پایله کې ترلاسه کړي دي. دوی ددې هیوادونو د جګړې او ستونزو نه د فرصت په توګه استفاده کوي. همداشان د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزه باید دا حقیقت هم هیر نکړي چې د سوریې رژیم په روانه کورنۍ جګړه کې څه باندې ۴۰۰۰۰۰ زره تنه انسانان په قتل رسولي دي. د اسد رژیم د نورو ترهګرو ډلو په پرتله لا زیات ملکي او بې ګناه انسانان په قتل رسولي دي.

د اسد رژیم سربیره پر دې په میلیونونه تنه انسانان بې کوره کړي او د هیواد دننه او بهر ته يي کډوالۍ ته اړ کړي دي.

که چیرې د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې پدې حقیقت هم سترګې پټې شي دا په سیمه کې یو بل ستر فلاکت ته لار اواروي. دا مسله هم ددې لامل ګرځي چې د خلکو د پاکو احساساتو نه د غچ په بهانه ناوړه ګټه پورته شي او یا د خلکو نفرت راوپاروي.

همداشان بل حقیقت دادی چې نن ورځ روسیه او ایران د اسد رژیم نه ملاتړ کوي، امریکا متحده ایالتونو چې په ۲۰۰۳ کال کې په عراق یرغل کړی وو نن ورځ د اسد د رژیم نه هم ملاتړ کوي ، او اسد رژیم بیا د خپل مشروعیت په خاطر په غیرې مستقیم ډول سره د داعش ترهګرې ډلې نه ملاتړ کوي.

دویم دا چې د ترهګرو ترمنځه کوم توپیر شتون نلري. ښه او بد ترهګر شتون نلري. ټول ترهګر ترهګر او د بې ګناه انسانانو قاتلین دي. پرته د سیاسي ، دیني ، قومي او مذهبي مسایلو په کتو سره ټولو ترهګرو ته باید په یوه سترګه وکتل شي ځکه چې ترهګر هر چیرته ترهګر دي.

د داعش ترهګره ډله په پاریس او بلجیم د بریدونو سره د ترهګرې ډلې په توګه معرفي کول او د پې کاکا ترهګره ډله چې په انقرې دوه ځله پرله پسې بریدونه وکړل او په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله د ترهګرې ډلې په سترګه نه کتل دا هم ضدي اخلافي او هم ضد وجداني یو عمل دی.

اروپا نن ورځ په خپل غیږ کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په فعالیتونو سترګې پټوي چې دا مسله د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې د هغوې د دوه مخۍ ښکارندويي کوي.

په سوریه کې د پې کاکا لخوا د داعش پر خلاف مبارزه هغوې ته مشروعیت نه ورکوي.

که چیرې په انقره او استانبول کې وروستیو بریدونو ته دقت وکړو د پې کاکا او داعش ترهګره ډله سره ددې چې د اډیالوژۍ له پلوه د یو بل سره اختلافات لري خو د ترکیې پر وړاندې بیا دواړو سره لاس یو کړی دی.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د استخباراتو راکړه ورکړه او د یو هیوادونو ترمنځه شریکول ځانګړې اهمیت لري.

د یادولو وړ ده چې ترکیې پدې برخه کې تل خپل مسولیتونه پر ځای کړي دي. که چیرې د بروکسل وروستیو بریدونو ته وګورو ترکیې د بروکسل د برید کوونکو نه یو ابراهیم البقراوي تیر کال سوریې ته د تیریدو پر مهال ونیول او د هیواد نه يي وشاړه.همداشان ترکیې د نوموړي برید کوونکي په اړه راټول کړي استخبارات دوه ځله د بلجیم سره شریک کړل خو له بده مرغه چې مقابل لوري دې مسلې ته په جدي سترګه ونه کتل.

د بروکسل د برید کوونکو نه یو ابراهیم البقراوي د ۲۰۱۵ کال د جون په میاشت کې د ترکیې د غازي انتب په ولایت کې د نیول کیدو نه وروسته هالنډ ته وسپاره. ترکیې د تیرو ۳ کلونو په دننه کې څه باندې ۳۰۰۰ زره بهرنیان ترهګرو سازمانونو سره د یو ځای کیدو نه د مخه نیولي او خپلو خپلو هیوادونو ته سپارلي دي. همداشان پدې موده کې ۳۷ زره تنه د ترهګرو سازمانونو سره د اړیکو درلودو په خاطر ترکیې ته ممنوع الدوخول کړي دي. ددې کسانو لویه برخه د اروپايي هیوادونو وګړي دي.

دلته د ټولو سره شاید دا پوښتنه پیدا شوي وي چې څه لامل کیږي چې دا کسان د ترهګرو سره یو ځای کیدو ته هڅوي. ددې پوښتنې ځواب ډیر اسانه دی. د داعش ترهګرې ډلې لخوا د هر ترهګري برید نه وروسته په لویديځه نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف شعارونه او دښمنیو نه ډک دریځونه ښودل کیږي چې دا مسله تر ټولو زیات پخپله داعش ډلې په ګټه تمامیږي. هغه کسان چې سپکاوي او دښمنیو نه په تنګ راغلي وي داعش سره د یو ځای کیدو هڅه کوي.

د نوموړو وروستیو بریدونو نه وروسته په امریکا او اروپا کې اسلام دښمنو او ځینو سیاستوالو چې ددې مسلې نه د خپلو سیاسي ګټو په خاطر کار اخلي سمدلاسه مسلمانانو پر خلاف په شعار ورکولو او دښمنیو لاس پورې کړ. دا مسله پرته ددې چې دوی ته کومه ګټه ورسوي او یا مسلمانانو ته کوم ضرر ورسوي د هر چا نه مخکې ترهګرو ډلو ته خدمت کوي. د ترهګرو ډلو او ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته زیان رسوي.

دا ډول چلندونه دښمنیو او لویدیځوالو او مسلمانانو ترمنځه واټن پیدا کولو ته لار اواروي.

د اسلام سره دښمني نه د سیاسي ستونزو حل دی او نه هم د امنیت په ټینګولو سره مرسته کوي. دا ډول چلند په اصل کې لا زیات د ستونزو لامل ګرځي. که چیرې نن ورځ د داعش ترهګرې ډلې ساختار ته وګور دا ډله پخپله د اسلام د نوم نه په استفادې سره ناسمې کړنې کوي. نن ورځ پدې ډله کې یواځې مسلمانان نه بلکې هر ډول خلک شتون لري. داعش ترهګره ډله دیني اساساتو په نظر کې نیولو سره جنګیالي نه انتخابوي بلکې هغه کسان چې قاتلان، غله ، د کورونو نه شړل شوي ، مادر ازار او پدر ازاره کسان جلبوي. هغه کسان چې د ټولنې د اوږو باور وي د هغوې نه ګټه پورته کوي.

د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کې په نړۍ کې د بې ګناه انسانانو د وژنو په اړه څیړنه شوې ده .

ددې څیړنې پایلې د حیرانتیا وړ دي. په نړۍ کې ښې اړخه افراطي ډلې د هغه ترهګرو نه چې ځان مسلمان بولي لا زیات انسانان وژني. همداشان اسلام فوبیا او اسلام دښمني نن ورځ په لویدیځه نړۍ کې د ښې او کین اړخو افراطي ډلو لپاره په ګډه د کار کولو لاره اواره کړې ده.

په څیړنه کې ویل شوي دي چې په لویدیځ کې ښې اړخه افراطي ډلې د مسلمانانو پر خلاف خلک لمڅوي او کین اړخي بیا د سکورلیږم او فیمینزم په څیر چارو نه کار اخلي. دا دوه متضادې ډلې په هره برخه کې په خپلو منځونو کې اختلاف لري خو د اسلام او مسلمانانو په برخه کې بیا دواړه په ګډه حرکت کوي.

مسلمانان چې د یو پلو نه پخپله د داعش ترهګرې ډلې تر ټولو ستر قربانیان دي او د بله پلوه بیا د اسلام دښمنو لخوا ځپل کیږي. نن ورځ په سوریه، عراق، یمن او نړۍ په نورو اسلامي هیوادونو کې تر ټولو زیات مسلمانان وژل کیږي. د بله پلوه بیا همدا مسلمانان چې تر ټولو زیات د ترهګرۍ قربانیان دي د داعش او نورو ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورنیږي.

د یادولو وړ ده چې مسلمانان د هر فرصت په پیدا کولو سره په داعش او ورته نورو ترهګرو ډلو لعنت وايي او د هغوې پر خلاف مبارزه کوي خو له بده مرغه چې ددې ټولو سره سره بیا هم د لویدیځې نړۍ په اند مقصرین دي. کله چې په کوم هیواد کې کومه ترهګرې پیښه رامنځته شي د هر چا نه مخکې په اسلام او مسلمانانو بریدونه پیل شي او ټولو دوی ته د ګناه کارانو په سترګه ګوري.

د ویلو ده چې دا چلند بیا د نورو دینونو او د هغوې د پلویانو سره نه کیږي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ په جرمني کې نیونازي ډلې هر وخت بې ګناه انسانان وژني خو کله هم دا خلک چا مقصر ونه ګڼل. په ناروې کې د اندریس برویک په نامه یو تن ترهګر په لسګونو تنو ووژل او د ټولو د سترګو پر وړاندې په ډیره بې رحمه توګه په قتل ورسول چا هم ونه ویل چې دا د فلان دین پلوي دي.

لویدیځه نړۍ د خپلو ترهګرو په برخه کې دیني مسله هیڅ رامنځته کوي خو کله چې تش په نامه د مسلمان لخوا برید وشي سمدلاسه په ټولو مسلمانانو او اسلام دین بریدونه پیلوي.

نن ورځ داعش د لویدیځې نړۍ د همدې چلندونو نه ګټه پورته کوي او ځانته جنګیالي جذبوي. د خلکو د پاکو احساساتو نه ګټه پورته کوي.



اړوند خبرونه