اردوغان : د بې ګناه او مظلومو انسانانو د تویو شوو وینو پوښتنه به وکړو

اردوغان : د انقرې ځانمرګی برید په ټولې ترکیې ترسره شوی برید دی

450904
اردوغان : د بې ګناه او مظلومو انسانانو د تویو شوو وینو پوښتنه به وکړو

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د وروستي ځانمرګي برید په اړه وویل چې دا په ټولې ترکیې ترسره شوی برید دی. هغه زیاته کړه چې تر ننه پورې هیڅکوم ترهګري سازمان چې د یو ملت او یا یو هیواد پر خلاف يي جګړه پیل کړي وي خپلو موخو ته رسیدلی ندی او بری ترلاسه کړی ندی.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې نن ورځ په ترکیه او نړۍ کې ځینې برخې شتون لري چې د لارې په منځ کې قرار لري. پدې برخو غږ کو چې یا زمونږ ترڅنګ ودریږي او یا د ترهګرو. خپل ځای او کتار معلوم کړئ.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د بیش تپې په ماڼۍ کې د مارچ ۱۴مه د طب د ځانګړې ورځې له امله په جوړه شوې میلمستیا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان په هیواد کې وروستیو پیښو ته په اشارې سره وویل چې د ترکیې د جزا په قانون کې باید د ترهګرۍ او ترهګرو په اړه باید جدي اصلاحات راوستل شي. هغه وویل چې دا اصلاحات ډیر ضروري دي.

ولسمشر اردوغان وویل هغه خلک چې د ترهګرو او ترهګرۍ نه ملاتړ کوي د امنیتي ځواکونو لخوا د نیول کیدو نه وروسته عدالت ته سپارل کیږي خو د محکمې په یوه دروازه ننوځي او په بله دروازه بیرته راوځي. نور مونږ ددې خبرې زغم نه لرو.

ولسمشر اردوغان وویل اجازه به ورنکړي چې ترهګري د هیواد اجندا تر کنټرول لاندې ونیسي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې بې ګناه او مظلومو انسانانو د وینو بدل به خامخا واخیستل شي. هغه وویل چې د یو پلو نه به ددې مظلومو انسانانو د تویې شوې وینې پوښتنه وکړو او د بله پلوه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ته لا په قوي ارادې سره دوام ورکړو.

ولسمشر اردوغان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په نړۍوالې ټولنې هم غږ وکړ چې خپل انتخاب وکړۍ، یا زمونږ او یا د ترهګرو ترڅنګ ودریږئ. خپل کتار معلوم کړئ.


پيوندونه: #انقره , #اردوغان , #برید

اړوند خبرونه