په كال كې د ۵۰ ميليونو سيلانيانو د كوربه توب تيارى
د تركيې د كلتور او توريزم وزير ماهر اونال وويل چې تركيه په كال كې د ۵۰ ميليونو سيلانيانو د كوربه توب لپاره تيارى نيسي. د نوموړي په وينا تركيه له دې هدفه لرې نه ده.
د تركيې د كلتور او توريزم وزير ماهر اونال وويل چې تركيه په كال كې د ۵۰ ميليونو سيلانيانو د كوربه توب لپاره تيارى نيسي. د نوموړي په وينا تركيه له دې هدفه لرې نه ده.
اونال چې د جرمني په پلازمېنه برلين كې د توريزم په نندارتون كې خبرې كولې وويل چې اوسمهال دا سكتور د ستونزو سره مخامخ دى خو ددې سره سره به په هېڅ ډول د خپلو اهدافو نه په شا نشي.
اونال زياته كړه چې اوسمهال له تركې نه هر كال شاوخوا ۳۰ ميليونه سيلانيان ليدنه كوي چې د جمهوريت په سلم كال كې به په ۲۰۲۳م كې دا شمېره ۵۰ ميليونو كسانو ته ورسيږي. سربېره پر دې به په كال كې له دې سكتوره ۵۰ ميليارده ډالره عايد ترلاسه كړي.
اوسمهال د منځني ختيځ په سيمه كې بې ثباتۍ او نړيوالو ستونزو له امله د توريزم سكتور د ستونزو سره مخامخ شوى دى. ددې سره سره به تركيه خپلې ټولې هلې ځلې وكړي تر څو دا سكتور بېرته په پښو ودروي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل