د تركيې د تحصيلي بورسونو په اړه خبرتيا!
د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نومليكنې لړۍ پيل شوه.
تركيه چې هر كال د نړۍ د ګوډ ګوډ نه شاوخوا ۵ زره زده كوونكو ته د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په برخو كې د وړيا زده كړې زمينه برابروي، د ۲۰۱۶م تعليمي كال لپاره د بورسونو لپاره د نومليكنې لړۍ پيل شوه.
ټاكل شوې ده چې د نومليكنې لړۍ به يوه مياشت دوام وكړي او د مارچ د مېاشتې په ۳۱مه نېټه به پاى ته ورسيږي.
د تركيې غږ په پام كې لري چې د بورسونو لپاره د نومليكنې په بهير كې افغان زده كوونكو ته مشورتي خدمات وړاندې كړي.
مينه وال كولاى شي په فېسبوك كې د Trtpashto د پاڼې له لارې خبرتياوې تعقيب او خپلې پوښتنې مطرح كړي. ددې لپاره زموږ د فېسبوك پاڼه خوښه كړئ.
همداراز د افغانستان په وخت د سهار د ۱۱:۳۰ نه د ماښام تر ۸:۳۰ بجو پوې ستاسې برېښناليكونه په مستقيم ډول ځوابيږي.
زموږ د برېښناليك پته ده: pashto@trt.net.tr
د يادولو وړ ده چې افغانستان د هغو هېوادونو په كتار كې دى چې تر ټولو زياته سهميه ورته جلا شوې ده. افغان زده كوونكي كولاى شي چې په آنلاين ډول د نومليكنې له لارې ددې بورسونو د ترلاسه كولو لپاره خپل چانس و آزمايي.
د بورسونو لپاره هېڅ ډول آزموينه نه ترسره كيږي. د منل كېدو ټول بهير په پلازمېنه انقره كې د ځانګړې كمېټې لخوا ارزول كيږي او افغان دولتي چارواكي او يا هم په كابل كې د تركيې سفارت په كې هېڅ ډول رول نه لري.
د نومليكنې پر مهال ستاسې لخوا ليكل شوي معلومات د آزموينې په ډول ارزول كيږي.
د نومليكنې د بهير د پاى ته رسېدلو سره سم ځانګړې كمېټه د ټولو كانديدانو اسناد ارزوي او يوه برخه يې د مركې ``انټرويو`` لپاره را غواړي. بريالي زده كوونكي بيا د همدې مركې `` انټرويو`` له لارې ټاكل كيږي او په تركيه كې د لوړو زده كړو لپاره راغوښتل كيږي. دا بهير شاوخوا ۳ مياشتې دوام كوي.
بورسونو ته د نومليكنې لپاره دا ځاى كېكاږئ