ولسمشر اردوغان د عاج ساحل هیواد نه وروسته ګانا ته سفر وکړ

ولسمشر اردوغان د لویدیځې افریقا هیوادونو ته د سفر په چوکاټ کې ګانا ته ورسید

442387
ولسمشر اردوغان د عاج ساحل هیواد نه وروسته ګانا ته سفر وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لویدیځې افریقا ته د خپل سفر په ترڅ کې د عاج ساحل هیواد نه وروسته ګانا ته سفر وکړ.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د ګانا په پلازمینه ارکا کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې تود هر کلی وشو.

ولسمشر اردوغان د ګانا د هیواد د ولسمشرۍ د ماڼۍ د تشریفاتو د قطعې د معاینه کولو او هر کلي د مراسمو نه وروسته د نوموړي هیواد د ولسمشر جون دراماني ماهاما سره دوه په دوه لیدنه وکړه.

وروسته د دواړو هیوادونو د هیتانو ترمنځه لیدنه وشوه. د یادولو وړ ده چې ګانا ته د ولسمشر اردوغان ددې سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه په یو زیات شمیر برخو کې تړونونه لاسلیک شي.

ولسمشر اردوغان به د ګانا ولسي جرګې ته وینا هم وکړي. ولسمشر اردوغان به په ګانا کې د ترکیې او ګانا د سوداګرو په ګډه غونډه کې هم ګډون وکړي. تمه کیږي چې ولسمشر اردوغان په نوموړي هیواد کې د ملي جامع جومات او کمپلکس نه د ساختماني چارو نه هم لیدنه وکړي.

ولسمشر اردوغان به په ګانا کې د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته په لویدیځې افریقا کې دریم تم ځای نایجریا ته سفر وکړي.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو، د چاپیریال او ښار جوړونې وزیره فاطمه ګل دیمیت سره، د ملي دفاع وزیر عصمت یلمز، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق، د اقتصاد وزیر مصطفی ایليتاش او د ولسمشرۍ د ماڼۍ د عمومي سکرتر مرستیال او ولسمشر اردوغان ویاند ابرهیم کالن هم ملګرتیا کوي.



اړوند خبرونه