په ترکیه کې د کډوالو بله فاجعه رامنځته شوه

په ترکیه کې یو ځل بیا د کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

426554
په ترکیه کې د کډوالو بله فاجعه رامنځته شوه

د ترکیې د ازمیر ولایت د سفرهیسار ولسوالۍ د دوغان بای د کلي په سواحلو کې د کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۳ تنه نور د ژغورنې د ډلو لخوا ژغورل شوي دي.

په سیمه کې عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د سمندر په منځ کې د کډوالو کښتۍ ولیده چې په اوبو کې ډوبه شوه . سمدلاسه يي پولیسو او د ژغورنې ډلو ته خبر ورکړ.

د ژغورنې ډلې د پیښې سیمې ته د رسیدو نه وروسته د ۲ تنو ماشومانو په ګډون د ۹ تنو مړي يي له اوبو راوویستل . همداشان د ژغورنې ډلې ۱۳ تنه کډوال ژوندي وژغورل.

د بله پلوه ویل کیږي چې ځیني کډوال لا درکه شوي دي چې د موندلو په موخه يي د پلټنې چارې پیل شوي دي.



اړوند خبرونه