د تركيې – اسراييلو د اړيكو وروستى حالت

په ۲۰۱۰م كال كې د اسراييلي ځواكونو د ماوي مرمرې په نامه په بشري مرستې بار كيښتۍ باندې د خونړي بريد نه وروسته د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړېكې شلېدلې وې چې د اسراييلو د لومړي وزير بينيامين نتنياهو لخوا د بښنې د غوښتلو په پايله كې بېرته تينګې شوې.

413394
د تركيې – اسراييلو د اړيكو وروستى حالت


په ۲۰۱۰م كال كې د اسراييلي ځواكونو د ماوي مرمرې په نامه په بشري مرستې بار كيښتۍ باندې د خونړي بريد نه وروسته د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړېكې شلېدلې وې چې د اسراييلو د لومړي وزير بينيامين نتنياهو لخوا د بښنې د غوښتلو په پايله كې بېرته تينګې شوې.
ددې سره سره د اړيكو د نورمالېدو لپاره د اسراييلو لخوا د تركي حكومت د شرطونو د نه پر ځاى كېدو په پايله كې د دواړو هېوادونو اړيكې ځنډېدلي دي.
د تركيې د رسمي مقاماتو د معلوماتو په أساس كه څه هم پر ماوي مرمرې د خونړي بريد د پايلو په اړه د دواړو هېوادونو ترمېنځ هوكړه نه ده شوې خو په دې اړه خبرې اترې مثبتې ارزول شوي دي.
د تركيې د لومړي وزارت خبري سرچينو څرګنده كړه چې د خونړۍ پېښې په اړه د دواړو هېوادونو ترمېنځ نهايي پروتوكول نه دى لاسليك شوى.
پخوا د رويټرز خبري اژانس د يو راپور له مخې ليكلي ول چې اسراييل به د ماوي مرمرې د بريد قربانيانو ته غرامت وركړي او په پايله كې په دواړه هېوادونه يو بل ته خپل سفيران وليږي.
د اسراييلو د بهرنيو چارو د وزارت يو مقام هم ددې خبر پخلى كړى دى او ويلي دي چې پدې وروستيو څو ورځو كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د خبرو اترو بهير په چټكۍ سره روان دى.
د تركيې د ولسمشرۍ د ماڼۍ وياند إبراهيم كالن هم د دسمبر په لسمه نېټه د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل چې د اسراييلو سره د اړيكو د نورمالېدو په موخه د مذاكراتو بهير روان دى. اسراييل بايد د پېښې د قربانيانو كورنيو ته غرامت وركړي او پر غزې باندې لګېدلي بنديزونه لرې كړي.
د اسراييلو د بهرنيو چارو د وزارت مستشار دورې ګولډ د دسمبر په ۱۴مه نېټه د تركيې سره د اړيكو د نورمالېدو هيله څرګنده كړه او ويې ويل چې `` اسرايل تل د تركيې سره د باثباته اړيكو د درلودلو پلوي كوي او دې هدف ته د رسېدلو په موخه تل هلې ځلې كوي.``
د ۲۰۱۰م كال د مې په مياشت كې د اسراييلو سرتېرو په بشري مرستو بار يوې تركي كيښتۍ باندې چې د غزې پر لور روانه وه، په نړيوالو اوبو كې بريد وكړ. ددې بريد په پايله كې د تركيې ۹ تنه هېوادوال ووژل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه