د ترهګري بريدونو باندې د اردوغان سخته نيوكه

ولسمشر رجب طيب اردوغان د تركيې په ختيځو ولايتونو كې په ترهګري فعاليتونو باندې د سختې نيوكې په ترڅ كې وويل چې `` دوى به پخپلو كيندلو شوو كندو كې ښخ كړو.``

412804

اردوغان چې نن په قونيه كې خلكو ته وينا اوروله د هېواد په ختيځو او سوېل ختيځو سيمو كې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملياتو په اړه خلكو ته معلومات وركړل.
اردوغان وويل چې د ترهګرۍ سره به مبارزه همداسې دوام ومومي. د اردوغان په وينا تر هغه پورې چې يو ترهګر هم پاتې وي دا مبارزه به هم روانه وي.

د تېرو څو ورځو راهيسې د تركيې په ځينو سيمو كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې اړوند ځينو ډلو په لارو او كوڅو كې د كندو په كيندلو سره عامه ژوند د ګواښ سره مخامخ كړى دى. 

پيوندونه:

اړوند خبرونه