ترکیې د روسیې شرطونه رد کړل
ترکیې د روسیې لخوا وړاندې شوي شرطونه یو ځل بیا رد شول
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې شرطونه یو ځل بیا رد کړل. د هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تانژو بیلګیچ د روسیې هغه څرګندونو په ځواب کې چې ویلي دي ترکیه باید یو ځل بیا د روسیې د الوتکې د نه ویشتلو په برخه کې مونږ ته ضمانت راکړي وویل ! لومړی روسیه باید یو ځل بیا د ترکیې په هوايي حریم د تیري نه کولو په برخه کې ضمانت ورکړي.
د هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن سهار د ترکیې او روسیې ترمنځه د روانو جنجالونو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې .
هغه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې چې روسیې نن یو ځل بیا ترکیې ته شرطونه وړاندي کړي ، ترکیه به دا شرطونه ومني ؟ وویل ! هغه وویل چې روسیې د ترکیې نه یو ځل بیا د هغوې د الوتکې د نه ویشتو د ضمانت غوښتنه کړې ده . بیلګیچ وویل چې پدې برخه کې لومړی باید روسیه د ترکیې په هوايي حریم د تیري نه کولو ضمانت وکړي. هغه وویل چې روسیې د ترکیې لخوا د هغوې د الوتکې د ویشتو له امله د غرامت ، بښنې او هغه پيلوټانو ته چې ددوی الوتکه يي ویشتې ته د جزا ورکولو شرطونه وړاندې کړي دي چې دا شرطونه په هیڅډول د منلو وړ ندي.
هغه وویل ترکیې د خپل هوايي حریم او ملي حاکمیت نه د دفاع مشروع حق نه کار اخیستی دی. روسي الوتکې د ترکیې په هوايي حریم تیری کړی وو او ترکیې د څو ځله خبردارئ نه وروسته الوتکه وویشته.