په ترکیه کې یو ځل بیا په سمندر کې د کډوال ماشومانو مړي وموندل
ترکیه کې د کډوالو بله فاجعه رامنخته شوه
د ترکیې د ازمیر ولایت د چشمې د ولسوالئ په سواحلو کې د دوو تنو کډوال ماشومانو جسدونه وموندل شول.
د ازمیر ولایت د سواحلو د امنیتي پولیسو د قومندانئ د خبر له مخې د ازمیر ولایت د چشمې د ولسوالئ په سواحلو کې کب نیوونکو په سمندر کې د دوو تنو کډوال ماشومانو مړي وموندل . د کډوال ماشومانو مړي سمدلاسه پولیسو ته تسلیم شول. د بله پلوه د امنیتي ځواکونو په ازمیر او شاخوا ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۰ تنو کډوالو چې یونان ته يي د تلو هڅه کوله د ځانګړو عملیاتو په لړ کې د نیولو نه خبر ورکړی دی .
همداشان د موغلا ولایت د اقیار لر په سیمه کې د کډوالو کښتئ چې یونان ته یي تیریدو هڅه کوله په سمندر کې ډوبه شوه. د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه د ژغورنې ډلو او پولیسو ته خبر ورکړ شو . د ژغورنې ډلې د کډوالو د ژغورنې د عملیاتو په لړ کې ۵۴ تنه وژغورل . ویل کیږي د ژغورل شوو کډوالو نه د ۲ تنو ښځو او ۲ تنو ماشومانو روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی دی چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
همداشان د ژغورنې ډلې د سمندر نه د ۴ تنو ماشومانو مړي هم راویستي دي. په سیمه کې د سخت باد او سمندر د چپو له امله د کډوالو د ژغورنې عملیات د خنډ سره مخامخ شوي دي.