له تركيې نه د امريكا د دفاع د وزير ليدنه
د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير اشتن كارتر د تركيې د نظامي مقاماتو سره د ليدنې په موخه هېواد ته راځي.
د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير اشتن كارتر د تركيې د نظامي مقاماتو سره د ليدنې په موخه هېواد ته راځي.
ټاكل شوې ده چې كارتر به د تركيې د ادانا په ولايت كې د انيجيرليك په نظامي هډه كې د امريكايي سرتېرو سره ليدنه وكړي. كه څه هم پينټاګون ويلي دي چې د ليدنې اصلي موخه په تركيه كې د مېشتو امريكايي سرتېرو د مورال لوړول دي خو كارتر به د تركي مقاماتو سره هم ليدنه وكړي.
په ادانا كې انيجيرليك نظامي هډه چې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې د ايتلافي ځواكونو لخوا كارول كيږي، د كارتر د ليدنې نه وړاندې د يوې مهمې څلور اړخيزې غونډې كوربه وه.
په غونډه كې په عراق او سوريه كې د داعش د ترهګرې ډلې په هدفونو باندې د هوايي بمبارۍ په موخه د `` هوايي او ځمكني امنيت`` د څارنې غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه كې د تركيې، امريكا متحدو ايالتونو، اسپانيا او قطر د هېوادونو د هوايي ځواكونو لوړپوړو چارواكو ګډون وكړ.