اردوغان: د روسيې سره د كړكېچ پلوى نه يم.

ولسمشر رجب طيب اردوغان له تركمنستانه د ليدنې نه وروسته تركيې ته د راستنېدو پر لار په الوتكه كې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

408580
اردوغان: د روسيې سره د كړكېچ پلوى نه يم.


د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له تركمنستانه د ليدنې نه وروسته تركيې ته د راستنېدو پر لار په الوتكه كې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.
اردوغان له تركيې سره د روسيې د كړكېچنو اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل چې `` د روسيې سره د ستراتيژيك شراكت په سويه دوه اړخيزې اړيكې لرو او ددې د دوام غوښتونكى يم. د كړكېچ د پراختيا پرته د ډپيلوماټيكو لارو چارو په واسطه ددې ستونزې د اواري هيله لرم.``
اردوغان د تركيې له هوايي حريمه د سرغړونې په پايله كې د ويشتل شوې روسي الوتكې پړه، د الوتكې پر پيلوټانو واچوله او زياته يې كړه چې د پيلوټانو د داسې خطا په پايله كې چې د خبرداريو سره سره يې ترسره كړه، د دواړو هېوادونو ستراتيژيكي اړيكې بايد فدا نشي.
ولسمشر اردوغان همداراز په تركيه كې د رياستي سيستم د رامنځته كولو په اړه هم د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل چې دا سيستم به د تصميم نيولو او پرېكړو د ميكانيزم بهير چټك كړي. همداراز په دولت كې دوه سري پاى ته ورسوي.
اردوغان هيله څرګنده كړه چې د رياستي نظام د رامنځته كولو په موخه به ټولپوښتنې ته زمينه برابره شي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان په تركيه كې د ` دولت د موازي جوړښت` په نامه د غير قانوني ډلې پر وړاندې د پوليسو لخوا عملياتو ته په اشارې سره وويل چې ``په وروستيو عملياتو كې د ۷۵ تنو د نيول كېدو امر شوى وو چې د دوى د جملې نه يې ۵۵ تنه له هېواده تښتېدلي دي. كه چېرې دوى پر ځان باور درلودلى نو د تېښتې په څېر لاره به يې نه غوره كوله.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه