د ترکیې او روسیې ولسمشران به په پاریس کې سره ووینې

د ترکیې وسله والو ځواکونو په هوايي حریم د تیري له امله د روسیې د جنګې الوتکې د ویشتلو نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه لومړنی په لوړه کچه رسمي تماس په پاریس کې ټینګیږي.

354793
د ترکیې او روسیې ولسمشران به په پاریس کې سره ووینې


تمه کیږي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پاریس کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري.
د ترکیې او روسیې لخوا د الوتکې د ویشتلو پر سره د ناندریو پدې حساس وخت کې پاریس د چاپیریال د نړۍوالې سرمشریزې کوربه توب کوي. پدې سرمشریزه کې به د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو سربیره د نړئ د ۱۴۷ هیوادونو د دولت او حکومت مشران ګډون وکړی.
دا سرمشریزه به د راتلونکې دو شنبې پر ورځ د فرانسې په پلازمینه پاریس کې پیل شي.
د هیواد د نوي شفق ورځپاڼې د خبر له مخې ددې سرمشریزې په چوکاټ کې د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو ترمنځه دوه په دوه د لیدنې کوم پروګرام شتون نلري خو کیدای شي چې دواړه مشران ددې سرمشریزې په چوکاټ کې لیدنه وکړي.
ویل کیږي د ترکیې او روسیې ترمنځه د الوتکې د ویشتو پر سر پیل شوې ناندرئ دوام لري. همداشان دا ناندرئ چې په کومه اندازه په مطبوعاتو او یا په نړۍواله کچه انعکاس موندي پدې اندازه ندي. د دواړو هیوادونو ترمنځه ډیپلوماتیک تماسونه پیل شوي دي. په همدې چوکاټ کې تیره ورځ په استانبول کې جوړه شوې د اسلامي همکاریو د تشکلاتو د سازمان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د دایمې کمیټې په غونډه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړې استازي هم ګدون کړی وو.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي غونډې ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینا پر مهال هم په سالون کې شتون درلود.
همداشان تیره ورځ د ترکیې او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د ټيلیفون په کرښه هم خبرې وکړې. سره ددې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته خپل پلان کړې سفر لغوه کړ خو ترکیه ډیپلوماتیکو تماسونو ته دوام ورکوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه