د ترکیې د ادانا په ولایت کې د پولیسو په مرکز بمي برید وشو
د هیواد د ادانا په ولایت کې د پولیسو په مرکز د موټر پر مټ برید وشو.
ترهګرو د هیواد د ادانا په ولایت کې د پولیسو په یو مرکز د موټر پر مټ برید وکړ . د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ترهګرو د ادانا په ولایت کې د پولیسو د مرکز په مخکې د چاودیدونکو توکو نه بار یو موټر وچو.
په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
عیني شاهدانو ویلي دي چې د ادانا ولایت په مرکز د سیخان ولسوالئ په دینیزلي سیمه کې د شهید محمد اوزل په جاده کې د پولیسو د مرکز په مخکې د چاودیدونکو توکو نه بار په موټر کې چاودنه وشوه. عیني شاهدانو ویلي دي یو تن د موټر د درولو نه وروسته په چټکئ سره د موټر نه ښکته او په منډو يي پیل وکړ. څو شیبې وروسته درنده چاودنه وشوه.
له نیکه مرغه چې په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. ویل کیږي چاودنې سیمه ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي.
د بله پلوه پولیسو د نوموړو موټر د چلوونکي د نیولو په خاطر د پلټنې پراخه عملیات پيل کړي دي.
همداشان د ادانا ولایت والي مصطفی بویوک د اناطولیا خبري اژانس ته وویل چې نن د سهار په ساعتونو کې ترهګرو د پولیسو په مرکز د موټر پر مټ د برید نه د مخه لومړی وسله وال برید وکړ چې د پولیسو د ځوابي برید نه وروسته په تیښته بریالي شول.
هغه زیاته کړه چې ترهګرو په سیمه کې د چاودیدونکو توکو نه بار موټر پریښی وو چې د پولیسو لخوا په کنټرولي ډول سره وچول شو. په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل