په ساحل كې د ۴ كډوالو جسدونه

د تركيې په سوېل لوېديځ د بودروم په ساحل كې نن سهار د ۴ تنو كډوالو جسدونه وموندل شول.

367468
په ساحل كې د ۴ كډوالو جسدونه

د موغلا ولايت د بودروم د ولسوالۍ په ساحل كې د كډوالو د يوې كيښتۍ د ډوبېدو په پايله كې پينځه تنه يې ژغورل شوي وو او څلور تنه يې ډوب شوي ول. د ساحلي امنيت ځواكونو نن سهار وختي د ۴ تنو كډوالو جسدونه موندلي دي چې ۲ يې ماشومان، يوه يې ښځه او يو يې سړى دى.
موندل شوي جسدونه د عدلي طب روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه پورې د جسدونو هويت لا معلوم نه دى خو د پوليسو په وينا كيداى شي چې افغانان يا د سوريې هېوادوال وي


پيوندونه:

اړوند خبرونه