په لسګونو کډوال له مرګه وژغورل شول

د هیواد د ازمیر ولایت د سفرهیسار په ولسوالۍ کې د کډوالو د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

416978
په لسګونو کډوال له مرګه وژغورل شول


د هیواد امنیتي ځواکونو د سفرهیسار په ولسوالۍ کې ۴۲ تنه ناقانونه کډوال چې د یوې وړې پلاستیکي کښتۍ سره يي یونان ته د تیریدو هڅه کوله ونیول.
د هیواد د سواحلو د امنیت د قومندانئ د معلوماتو له مخې په سمندرونو کې د کډوالو د مړینو او فاجعو د مخنیوي په خاطر د تدابیرو کچه لوړه کړې ده . په همدې چوکاټ کې د ازمیر ولایت د سفر هیسار په ولسوالئ کې ۴۲ تنه چې په روغ لاس د مرګ او په سیند کې د لاهو کیدو پر لورې روان ول ونیول شول.
په څرګندونو کې راغلي دي چې نیول شوي کډوال د ازمیر ولایت د سفر هیسار ولسوالۍ د امنیې قومندانئ د بهرنیانو څانګې ته سپارل شوي دي.
نیول شوي کډوال به د څیړونو نه وروسته د ترکیې د پولو نه وویستل شي. په څرګندونو کې د نیول شوو کډوالو هویت په اړه څه ندي ویل شوي.
د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې د کډوالو لویه برخه سوري او افغان کډوال تشکیلوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه