د ۱۰۰ ټنو سره زرو د كان موندل

د تركيې د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير علي رضا الابويون څرګنده كړه چې د هېواد د مانيسا د ولايت په مربوطاتو كې د ۱۰۰ ټنو سرو زرو په ظرفيت سره يو كان موندل شوى دى.

415568
د ۱۰۰ ټنو سره زرو د كان موندل


د تركيې د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير علي رضا الابويون څرګنده كړه چې د هېواد د مانيسا د ولايت په مربوطاتو كې د ۱۰۰ ټنو سرو زرو په ظرفيت سره يو كان موندل شوى دى.
داسې اټكل كيږي چې د سرو زرو موندل شوى كان په د تركيې اقتصاد ته د ۲،۵ ميلياردو ډالرو په اندازه ګټه ورسوي.
د مانسيا ولايت چې د تركيې په سوېل لوديځ كې پروت دى د ډبرو د سكرو د كانونو د شتوالي له امله هم شتمنه خاوره لري.
د انرژۍ او طبعي زېرو د چارو د وزارت د معلوماتو په اساس په سيمه كې د ۲۰۱۳ كال راهيسې د كانونو د پلټنې د ادارې د مسلكي ټيم لخوا پلټنې روانې وې. د ۲۲ زره متره ساحې پلټنې سره د سرو زرو كان موندل شوى دى. د لومړنيو شمېرو له مخې كانه به لږ تر لږه ۱۰۰ ټنه سره زره استخراج شي.
اوسمهال د تركيې د جمهوريت د سرو زرو زېرمه ۷۰۰ ټنه ده چې ددې كان د استخراج سره به ۱۴ سلنه نوره هم زياته شي. د هېواد اقتصادي چارو ته ددې كان ګټه لږ تر لږه ۲،۵ ميليارده ډالره ده.
د معلوماتو په مخې په كان كې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي سره د سرو زرو د استخراج چارې روانې دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه