په تركيه كې د ټاكنو هيجان پيل شو

په تركيه كې رايه وركوونكي نن د هېواد د ۲۶مې پارلماني دورې د وكيلانو د ټاكلو په موخه د رايې اچوونې مركزونو ته ځي.

361337
په تركيه كې د ټاكنو هيجان پيل شو

د رايې اچونې بهير په ځايي وخت د سهار په اتو بجو پيل شوى دى چې د مازديګر در ۵ بجو پورې به دوام وكړي. ټاكل شوې ده چې په ټاكنو كې به ۵۴ ميليونه ۴۹ زره ۹۴۰ تنه تركان رايه وركړي.
په ننيو پارلماني ټاګنو كې د تركيې نه ټولو ۱۸ ګوندونو ګډون كړى دى چې پار لمان ته د لار موندلو په موخه بايد لږ تر لږه ۱۰ سلنه رايې خپلې كړي.
د يادولو وړ ده چې دا ټاكنې په تركيه كې مخكې له وخته ترسره كيږي. د جون د مياشتې د اومې نېټې په پارلماني ټاكنو كې برياليو ګوندونو ونشو كولاى چې حكومت جوړ كړي. ددې امله د ولسمشر رجب طيب اردوغان لخوا د وخته د مخه د ټاكنو پرېكړه وشوه چې دا دى نن ترسره كيږي.
د جون د مياشتې د اومې نېټې په ټاكنو كې كه څه هم د عدالت او پراختيا ګوند تر ټولو زياتې چوكۍ ګټلې وې خو ويې نشو كولاى چې په يواځې ځان حكومت جوړ كړي. په پارلمان كې درې نور ګوندونه هم د ايتلافي حكومت په جوړولو سره بريالي نشول.
د ننيو ټاكنو غير رسمي پايلې به د رايې اچونې د بهير نه وروسته د شپې ناوخته اعلان شي.
د تركيې غږ راډيو د رايو د شمېرنې بهير په ژوندۍ بڼه خپروي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه