ترکیه د پارلماني ټولټاکنو په درشل کې قرار لري

. په ترکیه کې د نوامبر په لومړۍ نیټه د راتلونکې یکشنبې په ورځ خلک د پارلمان د غړیو د ټاکلو په موخه د رایو د صندوقونو په لورې ځي.

360516
ترکیه د پارلماني ټولټاکنو په درشل کې قرار لري


په ترکیه کې ۵۴ میلیونه ۴۹ زره او ۹۴۰ تنه واجد د شرایطو کسان به په ټوټاکنو کې خپلې رایې وکاروي. ویل کیږي په ټول هیواد کې به ۱۷۵ زره او ۶ د رای اچونې صندوقونه کیښودل شي.
پدې ټولټاکنو کې به ۱۶ سیاسي ګوندونه او ۲۱ مستقل نوماندان سره سیالي وکړي.
د هیواد د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې په اساس د نوامبر په لومړۍ نیټه د ټولټاکنو په ورځ به د هیواد په ختیځو او سویل ختیځې اناتولیا په سیمه کې د رای اچونې بهیر د سهار په ۷ بجو پيل او د مازیګر تر ۴ بجو به دوام وکړي.
همداشان د هیواد په نورو سیمو کې به د رای اچونې بهیر د سهار په ۸ بجو پیل او مازیګر تر ۵ بجو به دوام وکړي.
د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې له مخې د نوامبر په لومړۍ نيټه د ټولټاکنو په ورځ د رای اچونې د وخت د پورته کیدو نه وروسته که چیرې رای اچوونکي په کتارونو کې پاتې وي د رای اچونې د مرکز ریس کولی شي چې د رای اچوونکو د پیژند پاڼو د فوتو کاپي د اخیستو نه وروسته د دوی د رای تر کارونې وخت وغځوي.
همداشان د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکل شوې ساعت نه وروسته راتلونکي رای اچونکي نشي کولی چې خپله رای وکاروي.
د ترکیې د تابعیت لرونکی هر واجد د شرایطو کولی شي چې د پیژند پاڼې سربیره د رسمي کارت، پاسپورت، نکاح نامه ، د عسکري ترخیز پاڼې، د موټر چلولو لایسنس په څیر د رسمي اسنادو په ښودولو سره خپله رای وکاروي. ددې اسناد د ښودنو نه پرته څوک نشي کولای چې رای وکاروي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه