ترکیه د وسله والو ځواکونو لپاره تر ټولو لویه کښتۍ جوړوي

په ترکیه کې تر ټولو لویې د عسکري کښتۍ جوړولو په خاطر تړون لاسلیک شو.

398598
ترکیه د وسله والو ځواکونو لپاره تر ټولو لویه کښتۍ جوړوي


دا کښتۍ چې الوتکې به ترینه الوتنې کوي او بیرته به پکې ښکته کیږي د ۱۴۰۰ بسترو په لویوالي سره جوړیږي.
په ترکیه کې تر ټولو لویې د عسکري کښتۍ په خاطر چې د هوايي ډګر سربیره د ۱۴۰۰ تنو په ظرفیت جوړیږي تړون لاسلیک شو. دا کښتۍ د ۲۳۰ مترو په لویوالي سره جوړیږي . کښتۍ د لسو الوتکو او چورلکو د الوتنې او کیناستو په ظرفیت جوړیږي. دا کښتۍ به زریهداره ګاډي هم انتقالوي.
دا کښتۍ به صدف په نامه د کښتۍ جوړولو د شرکت لخوا جوړه شي. د کښتۍ په خاطر د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د کښتۍ جوړولو د شرکت د ریس سربیر یو زیات شمیر لوړپوړو چارواکیو هم ګډون کړی وو.
د صدف کښتۍ جوړولو ریس د تړون د لاسلیک نه د مخه وویل چې دا کښتۍ به د هیواد د وسله والو ځواکونو تر ټولو ستره جنګي کښتۍ وي.
هغه وویل چې تمه کیږي د ۶ کلونو په دننه کې د کښتۍ چارې سرته ورسیږي او د هیواد وسله والو ځواکونو ته وسپارل شي. ویل کیږي دا کښتۍ به په وروستۍ تکنالوژۍ سمبال جوړه شي. ددې کښتۍ په جوړولو کې به د نړۍ وروستۍ او پرمختللې تکنالوژي وکارول شي.
دا کښتۍ به د ۱۲ نه تر ۱۴ پورې د جنګي الوتکو د انتقال ظرفیت ولري. همداشان پدې کښتۍ کې به د ۲۰ چورلکو د انتقال وړتیا ولري. ددې سربیره د ټانکونو، زریهدارګاډو، او یو زیات شمیر نورو وسلو. تر ټولو مهم دا کښتۍ د ۱۴۰۰ تنو د اوسیدو او بسترونو په لویوالي سره جوړیږي. د زلزلې او ورته فلاکتونو پر مهال د ۵ زرو تنو د انتقال ظرفیت به ولري. ترکیه به په نړۍ کې لسم هیواد شي چې دا کښتۍ لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه