ترکیه کې ډوډۍ د اسراف مخنیوي د کمپاین سره نږدې ۳ میلیارده تصرف

د ترکیې د کرنیزو محصولاتو ادارې ( د ډوډۍ اسراف مکوۍ ) تر نامه لاندې د پيل کړي کمپاین سره ۲ عشاریه ۸ میلیارده ترکي لیرې تصرف کړی دی .

357834
ترکیه کې ډوډۍ د اسراف مخنیوي د کمپاین سره نږدې ۳ میلیارده تصرف


ددې کمپاین له برکته په هیواد کې د ورځې یو میلیون ډوډۍ کثافاتو ته د غورځولو نه وژغورل شوې.
ډوډۍ چې د انسانانو د تغذیې تر ټولو مهم عنصر دی او زموږ په ټولنو کې سپڅلې ځای لري په هیوا کې د استفادې نه داسراف کچه لوړه وه.
د یادولو وړ ده چې د هرې ډوډۍ د اسراف سره د بزګر زیار او کوښښ او د هیواد ملي ثروت ته هم زیان رسیږي.
د هیواد د کرنیزو محصولاتو د ادارې لخوا په ترسره شوې څیړنه کې دا معلومه شوې ده چې په ترکیه کې هره ورځ یو میلیون او ۵۰ زره ډوډۍ کثافاتو ته غورځول کیږي. د همدې امله په ترکیه کې هره ورځ ۳ میلیونه ترکي لیرې کثافاتو ته غورځول کیږي.
د هیواد د کرنیزو محصولاتو ادارې ددې اسراف د مخنیوي په خاطر په ۲۰۱۳ کال کې ( د ډوډۍ اسراف مکوۍ ) تر نامه لاندې پراخه کمپاین پیل کړ.
دا کمپاین د ۲۰۱۳ کال د جنوري په ۱۷ نیټه د هیواد د وخت د لومړي وزیر او اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا پیل شو. دا کمپاین د رسمي اداراتو او ملکي او مدني ټولنو په مرسته د ټولنیزو مسولیتونو په یوې پروژې بدل شو.
ددې په ترڅ کې هیوادوالو ته د ډوډۍ د اسراف د مخنیوي، د سړې ډوډۍ نه د استفادې لارې او چارې، د ډوډۍ د ساتلو په څیر په یو زیات شمیر برخو کې د پوهاوي پروژې پيل شوې.
د ډوډۍ د ساتنې ، تازه والي او د خرابیدو نه د مخنیوي د لارو چارو په خاطر د پوهاي کتابونه چاپ او په هیوادوالو وویشل شول.
د څه باندې دوو کلونو هلو ځلو نه وروسته ددې کمپاینونو د پایلو په اړه څیړنې وشوې او د څیړونو پایلې اعلان شوې. ویل کیږي په هیواد کې ددې کمپاین د پیلیدو د ورځې راهیسې ۲ عشاریه ۸ میلیارده ترکي لیرې تصرف شوی دی. د ډوډۍ د اسراف کچه ۱۸ سلنه راټیټه شوې ده .
د ورځې یو میلیون ډوډۍ کثافاتو ته د غورځولو نه وژغورل شوې.
دا باید هیر نکړو چې ډوډۍ نعمت او نعمت ته باید حرمت وکړو.


 


پيوندونه:

اړوند خبرونه