استانبول د هوايي ترافيك د جهاني مركز پر لور
د نړۍ د تر ټولو لوى هوايي ډګر د جوړولو چارې چې په استانبول كې روانې دي، د نړيوالو هوايي شركتونو پاملرنه جلب كړې ده.
د نړۍ د تر ټولو لوى هوايي ډګر د جوړولو چارې چې په استانبول كې روانې دي، د نړيوالو هوايي شركتونو پاملرنه جلب كړې ده.
ولسمشر رجب طيب اردوغان نن ددې هوايي ډګر د مالي چارو د تامين د تړون د لاسليك په غونډه كې وويل چې `` په استانبول كې د نړۍ تر ټولو لوى هوايي ډګر به د هوايي ترافيك په برخه كې استانبول د نړيوال مركز په توګه څرګند كړي.``
اردوغان وويل چې `` نن ددې لويې پروژې د عملي كولو په برخه كې بل مهم ګام هم پورته كوو. ددې پروژې د مالي تامين د تړون په لاسليكولو سره به په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې د هوايي ډګر يوه برخه ګټې اخيستلو ته پرانيستل شي.``
د نړۍ د تر ټولو لوى هوايي ډګر د جوړېدو ټول لګښت ۱۰ ميليارده ۲۴۷ ميليونه يورو ټاكل شوى دى. دا هوايي ډګر چې د شاوخوا ۷۹ ميليونه متره مربع ساحه كې جوړيږي په اصل كې د هوايي ترافيك تر څنګ د يو ښارګوټي په توګه ډيزاين شوى دى. په هوايي ډګر كې دننه د ورځني ژوند ټول امكانات برابريږي.
هوايي ډګر به په كال كې د ۱۵۰ ميليونو مسافرينو د انتقال وړتيا ولري. همداراز پر وخت د ۵۰۰ الوتكو او د ۷۰ زره موټرانو د پارك ظرفيت ولري.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل