په تركيه كې كور اخيستونكو ته د تركي تابعيت زېرى

د تركيې د اقتصاد وزير نهاد زيبكچي وويل چې په تركيه كې د غير منقول ملكيت خاوندانو بهرنيانو ته د تابعيت د وركولو په موخه د قانوني طرحې پر مسودې باندې كار روان دى.

394348
په تركيه كې كور اخيستونكو ته د تركي تابعيت زېرى


د تركيې د اقتصاد وزير نهاد زيبكچي وويل چې په تركيه كې د غير منقول ملكيت خاوندانو بهرنيانو ته د تابعيت د وركولو په موخه د قانوني طرحې پر مسودې باندې كار روان دى.
زيبكچي تېره ورځ د هېواد سوداګرو ته په يوې غونډه كې وويل چې `` هغه څوك چې په تركيه كې د ملكيت تركي قباله ولري زموږ هېوادوال دى. په اړه د قانوني لارو چارو د آواري په موخه هلې ځلې روانې دي. تر اوسه پورې مو د شرايطو جزييات نه دي ټاكلي خو د غير منقول ملكيت خاوندانو بهرنيانو ته تابعيت وركوو.``
سربېره پر دې د اقتصاد د وزارت لخوا د وزيرانو شورا د وړاندې شوې يوې بلې طرحې له مخې په تركيه كې د پانګې اچوونې لپاره لېواله بهرنيانو ته هم تركي تابعيت وركول كيږي.
د زيبكچي په وينا د تابعيت د وركولو د حق ترڅنګ په تركيه كې د اوږدې مودې د اقامې د وركولو پر لارو چارو هم بحث روان دى.

اوسمهال هم په تركيه كې د غير منقول ملكيت اخيستونكو بهرنيانو ته يو كلنه اقامه وركول كيږي. دا اقامه د كال په پاى كې تمديديږي. ددې امكان په په ګټې اخيستلو سره د افغانستان په ګډون د يو زيات شمېر هېوادونو زرګونو هېوادوالو په تركيه كې اقامه ترلاسه كړې ده. 
دا په داسې حال كې ده چې په تركيه كې د بهرنيانو لخوا د غير منقول ملكيت د اخيستلو چارې په چټكۍ سره پراختيا مومي. تېر كال پر بهرنيانو باندې ۱۸ زره كورونه او اپارتمانونه خرڅ شوي ول چې د سږني كال په لومړيو اتو مياشتو كې د ۲۳ سلنې كچې په زياتوالي سره دا شمېره ۱۴ زرو ته رسېدلې ده.
د عراق، سعودي عربستان او كويټ د هېوادونو هېوادوال په تركيه كې د غير منقول ملكيت د اخيستونكو بهرنيانو په سر كې ځاى لري. عربان تر ډېره بريده د استانبول، بورسا او انتاليا ښارونه خوښوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه