په ترکیه کې یو ځل بیا د کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

د ترکیې د چناک کلا په ولایت کې د کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.

393538
په ترکیه کې یو ځل بیا د کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

پدې پیښه کې ۲۵ تنه ژوندي ژغورل شوي او د ۱۲ تنو مړي راویستل شوي دي. همداشان یو شمیر کډوال لادرکه شوي دي چې د موندلو په خاطر يي د پلټنې عملیات پیل شوي دي.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د هیواد د چناک کلا ولایت د ایوه جک ولسوالۍ نه د یونان پر لورې روانه د کډوالۍ کښتۍ د نامعلوم لامل له امله په سمندر کې ډوبه شوه . په کښتۍ کې سپرو کډوالو د ټیلیفون له لارې د مرستې غوښتنه وکړه. د هیواد د سواحلو امنیتي پرسونل ته د پیښې سیمې ته د رسیدو سره ۱۲ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۲۵ تنه يي ژوند وژغورل.
ژغورل شوو کډوالو د وینا له مخې په کښتۍ کې د ۴۸ نه تر ۵۲ تنو پورې شتون درلود چې د لادرکه شوو کډوالو د موندنې په موخه پلټنې پیل شوې.
د پیښې مړي د بابا کلا کلي ساحل ته وړ شوي دي. په پیښې د قربانیانو هویت معلوم ندی .
مړي د هویت د تثبیت په خاطر د عدلي طب ادارې ته یوړل شول.
د یادولو وړ ده چې پرون هم ۹۲ تنه افغان کډوالو د کستامونو په ولایت کې د پولیسو لخوا ونیول شول. دې کډوالو هم د سمندر له لارې اروپا ته د تلو هڅه کوله چې د پولیسو لخوا ونیول شول.
پدې وروستیو کې د ترکیې له لارې اروپا ته د افغانانو تګ راتګ د پام وړ ډیر شوی دی .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه