د جرمني لومړۍ وزیره مرکل ترکیې ته راځي

د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مرکل د یکشنبې په ورځ ترکیې ته راځي

393321
د جرمني لومړۍ وزیره مرکل ترکیې ته راځي

د جرمني  لومړۍ وزیره انګیلا مرکل  د یکشنبې په ورځ  د یو رسمي  سفر په ترڅ  کې  ترکیې ته راځي. مرکل به په انقره کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره  د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو سره  هم لیدنه وکړي. پداسې حال کې چې تمه کیږي مرکل پدې لیدنه کې د سوري کډوالو په مسلې خبرې وکړي  ترکیه په پام کې لري چې مرکل ته خپل ۶ شرطونه  وړاندې کړي.

مرکل  د ترکیې نه غواړي چې اروپا ته د کډوالو د تګ راتګ مخه ونیسي او په اروپا کې نیول کیدونکي کډوال بیرته ترکیې ته اعاده کړي او د ترکیې په پولو کې  په کمپونو کې ځای په ځای کړی شي. 

د بله پلوه ویل کیږي  ترکیه به مرکل  ته  خپل شرطونه په لاندې  ډول وړاندې کړي. ترکیه به د مرکل نه د ترکانو لپاره په اروپا کې د ویزې د معافیت، ۲ عشاریه ۵ میلیاردو ایرو مرستې، د کډوالو لپاره د کمپونو، د سمندر د اخلال  او په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د پوره غړیتوب د مذاکراتو په برخه کې د دوو نوو فصلونو د پرانیستو غوښتنه وکړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه