ترکیه د سوریې په پولو کې لا زیات امنیتي تدابیر نیسي

روسیې لخوا د سوریې په هوايي حریم د تیري نه وروسته ترکیې امنیتي تدابیر لوړې کچې ته رسولي دي.

388742
ترکیه د سوریې په پولو کې لا زیات امنیتي تدابیر نیسي

د ویلو ده چې ددې پرمختګ نه وروسته تیره ورځ د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په مشرۍ امنیتي سرمشریزه وشوه. په سرمشریزه کې پریکړه وشوه چې ترکیه به د هر ډول ګواښ د احساسولو په صورت کې به سمدلاسه ځواب ورکوي.
ترکیې د سوریې سره په پولو کې په دریو نورو مهمو نقطو کې د هوايي دفاعي سیستمونو د نصبولو پریکړه وکړه .
پدې غونډه کې په سوریه کې په ترکمنانو د بریدونو په مسلې هم خبرې وشوې.
په غونډه کې د روسیې لخوا د تیري په اړه د ناټو د سازمان سره د ډیپلوماسي او پدې اړه د ناټو د سازمان لخوا د شوو غبرګونو سربیره د امنیتي تدابیرو په مسلې هم خبرې وشوې.
د یادولو وړ ده چې نږدې دوه کاله د مخه د سوریې لخوا د ترکیې د الوتکې د ویشتو نه وروسته ترکیې د سوریې په اړه تعاملونو او قواعدو کې جدي تغیرات راوستل. پدې غونډه کې ویل شوي دي چې کیدای چې پدې چوکاټ کې روسیه کې شامله کړې شي.
د ویلو ده چې د نوو تعاملونو او قواعدو له مخې ترکیه د سوریې لخوا د مځکې، هوا او سمندر له لارې د هر ډول تیري ځواب سمدلاسه ورکوي. پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل شول چې ددینه وروسته د ترکیې د هوايي حریم د اخلال په صورت کې چې د هر هیواد لخوا ترسره شوي باید سمدلاسه سخت ځواب ورکړل شي.
ترکیې د روسېې لخوا د مخامخو تهدیدونو له امله د سوریې سره په پولو کې سمدلاسه د تدابیرو د کچې د لوړولو پریکړه وکړه . ترکیه په پام کې لري چې د ناټو لخوا د پاتریوت دفاعي سیستم د ویستو نه وروسته دا تشې په خپلو دفاعي سیستمونو ډکې کړي.
سربیره پردې به په دریو نوو سیمو کې نوي دفاعي سیستمونه هم نصب کړې شي.
ویل کیږي د ګازي انتپ ، شانلي اورفا او ادانا سربیره په هتای، مردین او کیلیس ولایتونو کې هم نصب کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه