ترکیه په نړۍ کې د بورون کیمیايی مادې له پلوه تر ټولو بډایه هیواد

ترکیه په نړۍ کې د بورون کیمیايی مادې له پلوه تر ټولو بډایه هیواد دی . ویل کیږي په نړۍ کې د بورون ۷۳ سلنه زیرمې په ترکیه کې شتون لري. همداشان روسیه، امریکا ، چین، ارجنټاین، بولیوا، چیلي، پیرو، قراقستان، سربستان او ایران هم د بورون زیرمې لري.

387205

د ویلو ده چې د بورون کیمیايي ماده په خالصه توګه نه ترلاسه کیږي. د ویلو ده چې په نړۍ کې نږدې ۲۳۰ ډوله بورون مادې شتون لري. د یادولو وړ ده چې د بورون ماده د زرګونو کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې کاریدونکی یو منرال او ماده ده . اټکل شوی دی چې د بورون مالګه ۴ زره کاله د مخه په تیبت کې د میشتو انسانانو لخوا کارول کیده.
ویل کیږي بابلیانو ددې مادې نه د ځیني موادو د ویلي کولو په برخه کې ، مصریانو د مومیا په برخه کې ، انتیک یونان او رومیانو د سیمې د پاکوالي په برخه کې ترینه کار اخیستی دی. همداشان عربانو بیا د بورون مادې نه د درملو په برخه کې کار اخیستی دی.
ویل کیږي د بورون ماده د تیبیت نه اروپا ته د مارکو پولو لخوا راوړل شوې ده.
د ویلو ده چې امریکا د بورون د زیرمو د کشفولو او راویستو سره په لومړي پړاو کې په نړۍ کې د بورون د تولید په برخه کې لومړنی هیواد بلل کیده. ترکیه د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۵ کال کې د بورون د مادې تولید د یو فرانسوي شرکت سره پیل کړ. همداشان نن ورځ په ترکیه کې د بورون ماده د هیواد د معدنونو د چارو د عمومي ریاست لخوا تولیدیږي. نن ورځ په نړۍ کې د بورون ماده تر ټولو زیات په ترکیه کې تولیدیږي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه