ترکیه کې د لومړي ځل لپاره حجاب لرونکي میرمن د ګوند مرستیاله شوه

د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه حجاب لرونکې میرمن د عدالت او پراختیا د ګوند د مرستیالې په توګه وټاکل شوه.

387727
 ترکیه کې د لومړي ځل لپاره حجاب لرونکي میرمن د ګوند مرستیاله شوه

د عدالت او پراخیتا ګوند چې په کلونو کلونو په هیواد کې په دولتي اداراتو او پوهنتونونو کې په حجاب د لګیدلي بندیز د لرې کولو په خاطر مبارزه وکړه او بالاخره يي دا بندیز لرې کړ په حکومت کې یوې حجاب لرونکې میرمنې ته د ځای ورکولو نه وروسته دا ځل خپل ګوند د مرستیالې په توګه وټاکله.
د عدالت او پراخیتا ګوند په هیواد کې ازادیو او ډیموکراسۍ د قوي کولو په خاطر دا ګام پورته کړی دی.
د عدالت او پراختیا ګوند د تیرې خالي په ورځ د ګوند په پنځه عمومي کانګره او ټاکنو کې د فاطمه بیتول کایا په نامه یو حجاب لرونکې میرمن د ګوند د مرستیالې په توګه وټاکله.
فاطمه بیتول کایا د دندې د دوره تسلیمۍ په مراسمو کې وویل چې د هیواد د روښانه راتلونکې او پرمختګ په خاطر به شپه او ورځ کار وکړي.
نوموړي وویل چې د خپلو مشرانو د تجربو په استفادې او هغوې په لارښود به انشاالله چې په نه سټرې کیدونکي ډول سره هیواد ته خدمت وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه