په ترکیه کې د نوامبر په لومړۍ نیټه پارلماني تاکنې کیږي
د هیواد د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د نوامبر په لومړۍ نيټه د ترسره کیدونکو پارلماني ټاکنو په خاطر به د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو لپاره په ۵۴ هیوادونو کې ۱۱۲ د رای اچونې مرکزونه جوړ کړي.
د هیواد د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د نوامبر په لومړۍ نيټه د ترسره کیدونکو پارلماني ټاکنو په خاطر به د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو لپاره په ۵۴ هیوادونو کې ۱۱۲ د رای اچونې مرکزونه جوړ کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې له مخې د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو لپاره به د رای اچونې بهیر د اکتوبر په اتمه نیټه پيل او اکتوبر تر ۲۵ مې نیټې به دوام پيدا کړی.
د ویلو ده چې د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو لپاره به په جرمني کې ۱۳ ، په امریکا متحده ایالتونو کې ۷ ، فرانسه کې ۶ ، روسیه ، چین او یونان کې څلور څلور، استرالیا، اتریش، اذربایجان، بلغاریا، سویس، ایران او قزاقستان کې درې درې د رای اچونې مرکزونه جوړ کړی شي.
د هیواد نه بهر میشت ترکان په لاندې تاریخونو کې کولی شي چې خپلې رایې وکاروي.
په جرمني، اتریش، بلجیم، دنمارک، فرانسه، سویس، شمالي قبرس ترکي جمهوریت کې د اکتوبر د اتمې نه تر ۲۵ مې نیټې پورې د ۱۸ ورځو لپاره.
په استرالیا کې د اکتوبر د ۱۶ او ۲۵ مو نیټو ترمنځه د لسو ورځو لپاره.
په امریکا متحده ایالتونو کې د اکتوبر د ۱۷ او ۲۵ مو نیټو ترمنځه د ۹ ورځو لپاره.
په ناروې کې د اکتوبر د ۱۹ او ۲۵ نیټو ترمنځه د ۷ ورځو لپاره.
په هالنډ کې د اکتوبر د ۲۱ او ۲۵ نیټو ترمنځه د ۵ ورځو لپاره.
په انګلستان او رومانیا کې د اکتوبر د ۲۲ او ۲۳ نیټو ترمنځه د ۴ ورځو لپاره.
په بلغاریا، ایټالیا، کاناډا، سعودي عربستان او ترکمنستان کې د اکتوبر د ۲۳ او ۲۵ مو نیټو ترمنځه د ۳ ورځو لپاره.
د متحده عربي اماراتو، بوسنیا هیرزیګوینا، الجزایز، اسراییل، سویډن، قزاقستان، قیرغستان، مقدونیا، روسیې او یونان کې د اکتوبر د ۲۴ او ۲۵ مو نیټو ترمنځه د ۲ ورځو لپاره.
په البانیا، اذربایجان، بحرین، چک جمهوریت، چین، فنلنډ، سویلي افریقا، ګرجستان، ایران، ایرلنډ، اسپانیا، جاپان، قطر، کوسوا، لبنان، کویټ، هنګري، مصر، ازبکستان، پولنډ، سوډان، تایلنډ، اوکراین، عمان، اردن او نوي زیلاند کې د اکتوبر په ۲۵ مه نیټه د یوې ورځې لپاره.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل