په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره حجاب لرونکې میرمن وزیره شوه

د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه حجاب لرونکې میرمن د وزیرې په توګه وټاکل شوه.

371304
په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره حجاب لرونکې میرمن وزیره شوه

ایشن ګورجان لومړنۍ حجاب لرونکې میرمن ده چې د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو د چارو د وزیرې په توګه ټاکل کیږي.
پروفیسور ډاکټر میرمن ایشن ګورجان د استانبول د تجارت پوهنتون استاده د ترکیې د موقتي حکومت د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو د وزیرې په توګه وټاکل شوه.
د ویلو ده چې پروفیسور ډاکټر ایشن ګورجان ددینه د مخه د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځه د هیواد په صدارت کې د کورنۍ او ټولنیزو څیړونو د عمومي مدیرې په توګه دنده ترسره کړې ده . همداشان د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځه بیا د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو د وزارت د سلاکارې په توګه په دنده وګمارل شوه .
نوموړې د وزارت د دندې سربیره د استانبول د تجارت په پوهنتون کې د ادبیاتو په پوهنځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه