د تركيې په تاريخ كې لومړنۍ موقته اداره

په تركيه كې د جون د مياشتې د اومې نېټې د پارلماني ټاكنو نه وروسته د اساسي قانون له مخې د حكومت د جوړولو لپاره ۴۵ ورځې موده نن پاى ته ورسېدله.

339902
د تركيې په تاريخ كې لومړنۍ موقته اداره

په پارلمان كې د ګوندونو لخوا د ايتلافي حكومت پر سر د نه سلا كېدو په پايله كې په ژمي كې د بيا ټاكنو لپاره لار هواره شوه.
په پام كې ده چې ولسمشر رجب طيب اردوغان به د موقتې ادارې يا حكومت د جوړولو په موخه يو ځل بيا د عدالت او پراختيا د ګوند مشر احمد داوود اوغلو ته دنده وسپاري. په دې ډول له وخته دمخه ټاكنو لپاره لار هواره شوه.
د عدالت او پراختيا د ګوند مشر او اوسنى لومړى وزير احمد داوود اوغلو به شاوخوا درې مياشتې وروسته د ټاكنو پورې به موقته اداره جوړه كړي. دا اداره به د عدالت او پراختيا د ګوند، د خلكو د ديموكراتيك ګوند او د خپلواكو وزيرانو په ګدون جوړه او د ټاكنو تر ورځې پورې به حكومتي چارې پر مخ يوړل شي.
هېره دې نه وي چې د تركيې په تاريخ كې دا لومړى ځل دى چې موقتي اداره جوړيږي.
ټاكل شوې ده چې د روان ميلادي كال د نوامبر د مياشتې په لومړۍ نېټې به په تركيه كې يو ځل بيا پارلماني ټاكنې ترسره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه