داوود اوغلو: د ترهګرۍ سره مبارزه كې شرطونه نه منو.
لومړي وزير احمد داوود اوغلو وويل چې د تركيې د جمهوريت د حكومت په توګه به تر دې وروسته هم د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې هېڅ ډول شرطونه نه منو.
لومړي وزير احمد داوود اوغلو وويل چې د تركيې د جمهوريت د حكومت په توګه به تر دې وروسته هم د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې هېڅ ډول شرطونه نه منو.
داوود اوغلو تېره ورځ د تركيې په سرحدي ولسوالۍ سوروچ كې د خونړي ترهګري بريد په اړه چې پكې ۳۲ تنه ملكي وګړي ووژل شول، وويل چې `` هغه څوك چې د وسلې او يا بمونو په واسطه عاموژنې كوي زموږ لپاره ترهګر دى. دا ډلې به هېڅ كله هم خپلو موخو ته ونه رسيږي.``
داوود اوغلو زياته كړه چې ``په منځني ختيځ كې د سياسي كړكېچ سره سره به هېڅ كله اجازه ور نكړي چې په تركيه كې ثبات او حضور له منځه لاړ شي. تركيې پخوا هم د سوروچ د پېښې په څېر پاروونكي خونړي بريدونه تجربه كړي دي. ددې ناولې لوبې نه به هېڅوك ګټه پورته نه كړي.``
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل