د تركيې سره د خواخوږئ پيغام
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د يوې اعلاميې له مخې د تركيې په سوېل كې د شانله عرفا د ولايت د سوروچ په سرحدي ولسوالۍ كې پرونى ترهګري بريد وغندلو او د قربانيانو د كورنيو سره يې خواخوږي څرګنده كړه.
د ارګ له ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د تركيې په سرحدي ښارګوټي سوروچ كې ترهګري بريد چې په كې ۳۱ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰ تنو زيات ټپيان شول په كلكه غندو.
په اعلاميه كې د ترهګرۍ نه سيمې او نړۍ پر وړاندې د يو مشترګ ګواښ په توګه يادونه شوې ده او ددې پديدې پر وړاندې د ګډې مبارزې پر اهميت باندې ټينګار شوى دى.
په اعلاميه كې راغلي دي چې د افغانستان ولسمشر د خپلې خواخوږئ مراسم د تركيې د جمهوريت د ولسمشر رجب طيب اردوغان، د قربانيانو د كورنيو او د تركيې د ورور ملت سره شريكوي. همداراز د ټپي شوو كسانو د روغتيا غوښتنه كوي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل