په تركيه كې د بيا ټاكنو لپاره تيارى

په تركيه كې د جون د مياشتې د اومې نېټې د پارلماني ټاكنو د پايلو په اساس د نوي حكومت د جوړولو په چارو كې د ګوندونو د نه سلا كېدو له امله له وخته د مخه د ټاكنو لپاره تيارى روان دى.

382503
په تركيه كې د بيا ټاكنو لپاره تيارى


په تركيه كې د جون د مياشتې د اومې نېټې د پارلماني ټاكنو د پايلو په اساس د نوي حكومت د جوړولو په چارو كې د ګوندونو د نه سلا كېدو له امله له وخته د مخه د ټاكنو لپاره تيارى روان دى.
لومړي وزير او د عدالت او پراختيا د ګوند مشر احمد داوود اوغلو په ولاياتو كې د خپل ګوند تشكيلاتو ته د يو پيغام په ترڅ كې وويل چې `` احتمالي ټاكنو ته دې تيارى ونيسي.``
ددې ګوند د خبري سرچينو د معلوماتو په اساس داوود اوغلو د اختر په مناسبت د ګوند د ولايتي مشرانو سره په خبرو كې، په پارلمان كې د سياسي ګوندونو سره د ايتلافي حكومت د جوړولو په موخه خبرو اترو ته اشاره وكړه او څرګنده يې كړه چې ددې سره سره بايد د عدالت او پراختيا د ګوند ټول تشكيلات د بيا ټاكنو لپاره تيار وي.
په تركيه كې اوسنى حكومت موقتي دي. شاوخوا يوه اونۍ وړاندې ولسمشر رجب طيب اردوغان د عدالت او پراختيا د ګوند مشر احمد داوود اوغلو ته دنده وسپارله چې د نورو ګوندونو سره په ګډه يو ايتلافي حكومت جوړ كړي.
د تركيې په پارلمان كې اوسمهال څلور ګوندونه استازيتوب لري. ددې ګوندونو نه د ملتپاله خوځښت ګوند او خلكو ديموكراتيك ګوند د عدالت او پراختيا د ګوند سره د ايتلافي حكومت د جوړولو نه ډډه وكړه.
اوسمهال د داوود اوغلو اوغلو په مشرۍ ګوند يواځې د خلكو د جمهوري ګوند سره د ايتلافي حكومت پر سر خبرې كوي.
شنونكي وايي چې د خلكو جمهوري ګوند `` CHP`` په ايتلافي حكومت كې د ګډون په موخه داسې شرايط لري چې د عدالت او پراختيا د ګوند لپاره د منلو وړ نه دي.
ددې په پايله كې ټول ګوندونه د بيا ټاكنو لپاره تيارى نيسي.
د اساسي قانون له مخې په پارلمان كې ګوندونه كه چېرې د ۴۵ ورځو په دننه كې د حكومت په جوړولو بريالي نشي نو ولسمشر له وخته دمخه د ټاكنو پرېكړه كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه