د کارګرانو سره د اردوغان د روژه ماتی

ولسمشر رجب طیب اردوغان تېر ماښام د نړۍ د تر ټولو لوی هوایي ډګر د جوړوونکو کارګرانو سره په ګډه روژه ماته کړه.

381172
د کارګرانو سره د اردوغان د روژه ماتی

د کارګرانو سره د اردوغان د روژه ماتی
ولسمشر رجب طیب اردوغان تېر ماښام د نړۍ د تر ټولو لوی هوایي ډګر د جوړوونکو کارګرانو سره په ګډه روژه ماته کړه.
اردوغان د روژې په میاشت کې د کارګرانو لخوا روانې چارې وستایلې او څرګنده یې کړه چې ستاسې د خولو له برکته د نړۍ تر ټولو لوی هوايي ډګر د یوې تاریخي پروژې په توګه راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.
د اردوغان په وینا ددې هوايي ډګر چارې به په ۲۰۱۸م کال کې پای ته ورسېږي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې « د بحر لاندې د اورګاډي د پاټلۍ د پروژې، د دوو لویو وچو ترمنځ د بحر په تل کې دوه پوړیزه لاره، د بحر پر سر اوږد پول او د نړۍ تر ټولو لوی هوایي ډګر به د استانبول د ښار سمبولونه وي. دا پروژې په نړۍ کې د هر هېوادوال لپاره د افتخار وسیله ده.»
ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګنده کړه چې اوسمهال ترکیه د بل هر وخت په پرتله ملي یووالي ته ډېره اړتیا لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه