په تركيه كې د ايتلافي حكومت خبرې اترې پيل شوې.

د عدالت او پراختيا د ګوند مشر او د تركيې لومړي وزير احمد داوود داوود اوغلو په هېواد كې د ايتلافي حكومت د جوړولو چارې پيل كړې.

379872
په تركيه كې د ايتلافي حكومت خبرې اترې پيل شوې.


د عدالت او پراختيا د ګوند مشر او د تركيې لومړي وزير احمد داوود داوود اوغلو په هېواد كې د ايتلافي حكومت د جوړولو چارې پيل كړې.
داوود اوغلو نن په پارلمان كې د خلكو د جهموري ګوند د مشر كمال كلچدار اوغلو سره ليدنه وكړه. دواړو ګوندونو د راتلونكي ايتلافي حكومت د څرنګوالي او همداراز د وزارتونو د پوستونو په اړه بحث وكړ.
ټاكل شوې ده چې داوود اوغلو به پارلمان كې د دوو نورو ګوندونو د مشرانو سره هم خبرې وكړي. دا ډول ليدنې به تر هغې دوام وكړي چې دوه ګوندونه د نوي حكومت د جوړولو لپاره سلا شي.
كه چېرې په راتلونكو ۴۵ ورځو كې ګوندونه د حكومت په جوړولو بريالي نشي نو د ټاكنو د قانون په اساس به له وخته د مخه ټاكنې به ترسره شي.
په تركيه كې د جون د مياشتې په اومه نېټه په پارلماني ټاكنو كې هېڅ يو ګوند هم اكثريت ترلاسه نكړاى شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه