اردوغان: زموږ لپاره د مصر ولسمشر اوس هم محمد مرسي‌ دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نشه يي توکو او تنباکو پر وړاندې د مبارزې د ټولنې ( یشیل ای ) زرغونې میاشتې د ټولنې لخوا جوړه شوې د روژه ماتې په میلمستیا کې ګډون وکړ

331321
اردوغان: زموږ لپاره د مصر ولسمشر اوس هم محمد مرسي‌ دی

د ترکیې  ولسمشر رجب  طیب اردوغان  په مصر کې  په لومړني‌ منتخب ولسمشر محمد مرسي  د کودتا  د دویمې  کلیزې اړوند په خپلو څرګندونو کې وویل چې  زموږ لپاره  اوس هم  د مصر  ولسمشر محمد مرسي‌ دی ځکه چې  هغه  د خلکو په ازادو او پاکو رایو ټاکل شوی دی  د کودتا معمار  سیسي‌ نه.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې تیر  ماښام  د نشه یي‌ توکو او تنباکو پر وړاندې د مبارزې  د ( یشیل ای ) زرغونې میاشتې د ټولنې لخوا د روژه ماتي‌ په میلمسیا کې  وکړې.

ولسمشر اردوغان  پدې میلمسیا کې  د نشه یي‌ توکو او سګرټو  په زیانونو  یو ځل بیا ټینګار وکړ او وویل چې  په ځانګړې توګه  مسلمان  باید د شرابو، نشه یي‌ توکو او سګرټو نه  ځان  لرې  وساتي. ولسمشر اردوغان وویل چې  له بده مرغه  نن  ورځ  یو زیات شمیر پوهان  لکه  د پوهنتون استادان  او پروفیسوران  الکولي‌ مشروبات او سګرټ  کاروي  ، نورو ته بیا د شرابو او سګرټو د نه کارولو توصیې کوي. زه بیا پر دوی  غږ کوم  چې  لومړی  تاسې  ځانونه  اصلاح کړئ  چې  نور  ستاسې  نه  پند  واخلي‌ . ولسمشر زیاته کړه چې  موږ  د مطبوعاتو سره په ګډه  د شرابو، نشه يي توکو او سګرټو  پر وړاندې  ډیره  جدي‌ مبارزه  او جګړه کړې ده  چې  نن ورځ هم  دا مبارزه  دوام لري. 

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  پدې  مبارزه کې  پر  ما  ډیرې زیاتې  نیوکې  وشوې  او اوس هم  روانې  دي‌ خو  زه هم  خپلې مبارزې ته دوام ورکوم  او د شرابو ، نشه یي‌ توکو او سګرټو  پر وړاندې  په مبارزه کې مو ډیرې نوې  پروژې هم  د لاس لاندې  نیولي‌ دي.

ولسمشر  اردوغان په خپلو څرګندونو کې  په مصر کې  په محمد مرسي‌ د کودتا د دویمې  کلیزې  نه یادونه وکړه  او وویل چې  زما  لپاره د مصر ولسمشر اوس هم  محمد مرسي‌ دی، ځکه  چې  هغه د خلکو په ازاده  او ډیموکراتیکو  رایو ټاکل شوی  دی. سیسي‌ چې  د هغه  د دفاع وزیر وو  د کودتا په پایله کې  واک  ته  رسیدلی دی چې  زموږ لپاره مشروعیت  نلري. 

ولسمشر زیاته کړه  په مصر کې  د کودتاچي‌ رژیم  په مشر  د نیوکو له امله په نړئ کې  په ما هم ډیرې  زیاتې  نیوکې کیږي  خو  موږ به  تل  د حق نه دفاع ته دوام ورکړو.

موږ  چې  حق  او د خلکو ازاده  ازادې  او ډیموکراسئ‌ باندې  باور  لرو  او درناوی  ورته  کوو  همداشان  د بې عدالتئ‌ پر وړاندې  به هم  مبارزې ته په همدې  شان  دوام  ورکړو. 

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه له بده مرغه چې  نن  ورځ   نړئ‌ دوه مخې  شوې  او صمیمت  او حقانیت  له منځه تللی  دی. نړئ  په محمد مرسي‌ د ترسره شوې  کودتا  سترګې  پټې  او غوږونه کاڼه کړل . خو موږ يي  نه پټه وو  او غوږونه  نه کڼوو. ولسمشر اردوغان وویل چې د همدې  بې عدالتئ‌ او دوه مخئ‌ له امله ګورئ‌ چې  زموږ ګاونډي‌ هیوادونه  په څه حالت کې قرار لري. 

ولسمشر اردوغان  وویل چې د الله  شکر پر ځای کوم  چې  په روژه کې  زموږ  نصیب  وکړ او  دعا کوم  چې  الله تبارک و تعالی  په اختر کې هم زموږ نصیب وکړي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه