ترکیه : د یونان سره مالي مرستې ته تیار یو

د ترکیې د مالیې وزیر وویل چې د یونان سره چې د افلاس په درشل کې قرار لري مالي مرستو ته تیار یو

329120
ترکیه : د یونان سره  مالي مرستې ته تیار یو

ترکیې یونان ته چې د پورونو له امله د افلاس په درشل کې قرار لري د مرستې په خاطر سینه وډبوله.
د هیواد د مالیې وزیر محمد شمشک وویل ترکیه چې ۱۲ کاله د مخه به يي پخپله تل د پورونو د اخیستو هڅه کوله نن ورځ د الله په فضل ددې توان لري چې ګاونډی هیواد د افلاس نه وژغوري.
د هیواد د مالیې وزیر محمد شمشک یونان ته د پور ورکولو په خاطر تیاري وښوده. نوموړي زیاته کړه که چیری د لومړی وزیر هدایت راکړي یونان ته پور ورکولی شو.
نوموړي زیاته کړه چې ترکیه د بودیجې له پلوه د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو د یوې قوي بودیجې خاوند دی . شمشک یونان ته د پور ورکولو په اړه وویل چې موږ تیار یو. یواځې د لومړي وزیر هدایت کافي دی. د الله شکر دی پیسو هم لرو او طاقت هم لرو.
د مالیې وزیر وویل چې بودیجه مو د هر وخته ډیره قوي ده. موږ نه غواړو چې زموږ هیڅ کوم ګاونډی هیواد د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.
د مالیې وزیر زیاته کړه چې ترکیه نن ورځ د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو د قوي او ځواکمنې بودیجې خاوند دی . د ترکیې د مالیې سیستم یو ډیر قوي سیستم دی. نوموړي وویل چې اروپا د تیرو شپږو کلونو راهیسې د سختو مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ ده . په ځانګړې توګه یونان . موږ د یونان سره مرستو ته تیار یو او ددې هیله کوو چې هر ژر ددې ستونزو نه خلاص شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه