ترکیې د چین د حکومت پر خلاف غبرګون وښود

ترکیې د چین د حکومت لخوا په نوموړي هیواد کې په میشتو اویغور ترکانو په روژې نیولو د بندیز لګولو پریکړه د اندیښنې وړ وبلله

326112
ترکیې د چین د حکومت پر خلاف غبرګون وښود

ترکیې د چین د حکومت لخوا په نوموړي هیواد کې په میشتو اویغور مسلمانانو د عبادت او روژې نیولو د بندیز اړوند په ډیپلوماتیکو تماسونو پيل کړی دی .
ترکیې د چین د حکومت لخوا په نوموړي هیواد کې په میشتو اویغورانو په روژې او عباداتو د بندیز لګولو په خاطر ژوره اندیښنه څرګنده کړې او پدې اړه يي خپله اندیښنه په انقره کې د چین سفیر ته رسولې ده .
د هیواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د چین د حکومت لخوا په نوموړي هیواد کې په میشتو اویغور مسلمانانو په روژې نیولو او نورو عباداتو بندیز لګول د ژور خفګان او اندیښنې وړ خبره ده . په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ترکیه د چین جمهوریت ارضي تمامیت، استقرار، ثبات او امنیت ته ځانګړې اهمیت ورکوي خو په نوموړي هیواد کې د مسلمانانو او د اویغور ترکانو سره روان چلند د منلو وړ ندی.
د ویلو ده چې د چین دا دریځ او چلند د یوې اوږدې مودې راهیسې په نړۍواله ټولنه کې هم غبرګونونه راپارولي دي.
پداسې حال کې چې د بشري حقونو نه دفاع کوونکي د چین حکومت به فشارونو، شدت او د خلکو په مسلم حقونو په بندیز لګولو تورنوي چین بیا د یادې شوې مسلې د کورني امنیت او ترهګریزو ستونزو په توګه یادونه کوي.
د چین حکومت د نوموړي هیواد په شمال لویدیځ کې د سینجان په اویغورانو په ځانګړې توګه په زده کوونکو، ښوونکو او په دولتي ارګانونو کې په کارکوونکو د روژې نیولو بندیز لګولی دی .
همداشان یو شمیر خلکو چې د نوموړي بندیز پر خلاف غږ لوړ کړ هغوې يي د ترهګریزو عملیاتو په بهانه شهیدان کړل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د مسلې اړوند د چین سفیر وزارت ته راوبولو او د مسلې په اړه موجوده اندیښنه يي ورسره شریکه کړه. ترکیې د چین سفیر ته وویل چې دا ډول بندیزونه او چلند د منلو وړ ندی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه