په ۷۲ کلنۍ کې له پوهنتون فارغه شوه

ګلوز سېرين د خپلی خوښې پوهنتون نه په ۷۲ کلنی کې په لومړی درجه فارغه شوه

315496
په ۷۲ کلنۍ کې له پوهنتون فارغه شوه

د ترکیې سکاریا ښار کې هوډمنه میرمن ګلوز سېرين د خپلی خوښې پوهنتون څخه په ۷۲ کلنی کې په لومړی درجه فارغه شوه. د سکاریا پوهنتون د فراغت د غونډو په لړ کې د ښکلو هنرونو پوهنځي فراغت لمانځغونډه کې د دې جشن د لمانځونکو په قطار کې ۷۲ کلنه متقاعد ښوونکې ګلوز سېرين هم برخه اخیستې وه. پدې لمانځغونده کې د سکاریا پوهنتون د ریس مرستیال پروفیسور ډاکتر محمد علی یالچن، د ښکلي هنرونو د پوهنځي ریس پروفیسور ډاکټر بېسیم دیلال اوغلو، ښوونکو او د زدکوونکو خپلوانو هم ګډون درلود.
غوڼده د پیانو په غږولو سره پیل او د ویناوالو په وینا سره دوام وکړ. د پوهنتون د ریس مرستیال فارغینو ته مبارکي وویله او فارغینو ته یې په راتلونکي کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.
د ښکلو هنرونو د پوهنځي ۲۰۱۵-۲۰۱۶ تعلیمي کال فارغینو کې ۷۲ کلنه سېرین د ۹۹،۹ سلنه نمرو په وړلو سره د پوهنځي او رسم ډیپارټمنټ څخه عمومي اول نمره فارغه شوه. میرمن سېرین وویل: “نن د سکاریا پوهنتون څخه د فراغت سره مې یو لوی خوب رښتیا کړ. زما تر شا ولاړ او ماسره همکار زما میړه او خپلو ښوونکو او همټولګیو څخه د زړه له کومې مننه کوم.”
د عمومي اول نمرې ګلوز سېرين ډیپلوم او تقدیر نامه د پروفیسور یالچن او دیلال اوغلو لخوا ورکړل شوه. فارغینو ته د فراغت لوړه د میرمن سېرین لخوا ورکړل شوه او هوا ته د خولیو په غورځولو سره پروګرام پای ته ورسید.


پيوندونه:

اړوند خبرونه