د آزاد بيت المقدس لپاره لاريون

د ماوي مرمرې د خونړۍ پېښې د ۵مې كليزې په مناسبت په استانبول كې د زرګونو كسانو په ګډون د `` آزاد بيت المقدس`` تر شعار لاندې پراخه لاريون ترسره شو.

299818
د آزاد بيت المقدس لپاره لاريون


د ماوي مرمرې د خونړۍ پېښې د ۵مې كليزې په مناسبت په استانبول كې د زرګونو كسانو په ګډون د `` آزاد بيت المقدس`` تر شعار لاندې پراخه لاريون ترسره شو.
دا لاريون چې د بشري مرستو د ټولنې په مشرۍ جوړ شوى وو پكې په فلسطين باندې د اسراييلو ظلمونه وغندل شول او د نړيوالې ټولنې نه غوښتنه وشوه چې د اسراييلو د غير انساني كړنو مخه دې ونيسي.
د ماوي مرمرې كيښتۍ چې د غزې د خلكو لپاره په انساني مرستو بار وه په ۲۰۱۰ كال كې په نړيوالو اوبو كې د اسراييلو د كوماندو د ځواكونو لخوا پرې بريد وشو. په دې خونړي بريد كې په كيښتۍ كې ۹ تنه مرستندويان شهيدان شول او په لسګونو نور ټپيان شول.
ددې خونړۍ پېښې د ۵مې كليزې په مناسبت په زرګونو ګډونوالو دا پېښه وغندله. د انساني مرستو د ټولنې مشر چې پخپله هم په كيښتۍ كې وو وويل چې `` اسراييلو د ماوي مرمرې په كيښتۍ باندې په داسې حال كې بريد وكړ چې موږ سره وسلې نه وې. موږ يواځې د غزې د يتيمانو لپاره مو بشري مرستې لېږدولې. حتى د فلسطين د اوبو سرحد ته هم نه وو رسېدلي. ددې سره سره يې پر موږ بريد وكړ. ``
بلند يلدرېم زياته كړه چې `` د بريد پرمهال كه موږ غوښتلى واى نو د اسراييلو سرتيري مو وژلى شول، خو د كيښتۍ د مشر په توګه مې ټولو ته هدايت وركړ چې كه موږ وژني هم موږ څوك نه وژنو. موږ له هغوي نه وسلې او بمونه واخيستل. حتى ټپي شوي سرتيري مو تداوي كړل خو هغوى په ډېره بې رحمۍ سره پر موږ ډزې وكړې.``
بلند يلدرم په پېښه كې د شهيدانو روح ته د دعا كولو تر څنګ څرګنده كړه چې سيمې ته د بشري مرستو د لېږلو په موخه هر ډول تيارى لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه