ناټو:د ۲۰۱۶ کال نه وروسته به هم د افغانستان سره مرستې جاري وساتو

د ناټو عمومي سکرتر وویل چې د ۲۰۱۶ کال نه وروسته به هم د افغانستان سره مرستې وکړو

273088
ناټو:د ۲۰۱۶ کال نه وروسته به هم د افغانستان سره مرستې جاري وساتو

د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله ننۍ غونډه کې پریکړه وکړه چې په افغانستان کې د ناټو د موجود ماموریت د پایته رسیدو نه وروسته به هم د افغانستان سره په همدې شان مرستو ته دوام ورکړي.
د ناټو عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ د افغانستان په اړه د جوړې شوې ځانګړې ناستې د پایته رسیدو نه وروسته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په ننۍ غونډه کې موږ په ګډه پریکړه وکړه چې په افغانستان کې د موجود ماموریت د پایته رسیدو نه وروسته هم د نوموړي هیواد سره خپلو مرستو ته په همدې شان دوام ورکړو.
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د موجود ماموریت د پایته رسیدو نه وروسته به په راتلونکې کې د ناټو ماموریت په ملکي کچه وي. نظامي ماموریت به هم ولرو خو مشري به يي د ملکي استازو په غاړه وي. همداشان د ناټو ملکي او نظامي چارواکي د یو ښه پلان په جوړولو بوخت دي. دا پلان به په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.
نوموړي وویل چې زموږ یواځې موخه د افغانستان د امنیتي ارګانونو روزل او خودکفا کول دي. موږ به د افغانستان د امنیتي ارګانونو سره د سلامشورو او روزنې په برخه کې مرستې ته دوام ورکړو.
د افغانستان په اړه په جوړه شوې ځانګړې ناسته کې د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان کمپبل، د ملګروملتونو استازي، د اروپايي ټولنې ، جاپان او سویلي کوریا استازو هم ګډون کړی وو.
د ترکیې لومړی وزیر : د افغانستان سره به تر هله مرستو ته دوام ورکړو تر کومه چې غوښتنه کوي.
د ترکېې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د ناټو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په وروستۍ او د افغانستان په اړه په جوړه شوې ځانګړې ناسته کې ګډون وکړ.
وزیر داوود اوغلو وویل چې ددینه مخکې مې په کراتو مراتو د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ګډون کړی دی چې نن د لومړي ځل لپاره د لومړي وزیر په صفت ګډون کوم.
داوود اوغلو وویل چې پدې وروستیو کې ناټو په سیمه کې د دولتونو ترمنځه د نښتو، د قومي او مذهبي ستونزو او په حکومتونو کې د کورنیو مجادلو په څیر د یو زیات شمیر ستونزو سره مخامخ دی. دا ستونزې یواځې په موږ د امنیتي پلوه نه بلکې د اقتصادي پلوه هم ډیرې زیاتې منفي اغیزې کوي. ددې سربیره زموږ کولتور ته هم زیان رسوي.
داوود اوغلو وویل چې په راتلونکې کې دا ډول ستونزو سره د مبارزې په خاطر باید یو ډیر فعاله او د هر ډول نظریو خاوند یو سیستم ولرو. دا سیستم د امنیتي او دفاع سیاستونو له امله ډیر مهم دی.
وزیر داوود اوغلو د افغانستان په اړه وویل چې د نوموړي هیواد سره به مرستو ته دوام ورکړو.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د امنیتي ستونزو حل کافي زمان ته اړتیا لري. په افغانستان کې ددې لاسته راوړنو نه د حفاظت او افغان حکومت ته د اصلاحاتو د راوستو په خاطر باید مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړو. د تیرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې اوس هم د ګواښونو سره مخامخ دي او پدې باور یو چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د پایته رسیدو نه وروسته هم باید افغانستان یواځې پرینښودل شي او مرستو ته په همدې شان دوام ورکړو.
داوود اوغلو وویل چې موږ د ترکیې په صفت د افغانستان سره تر هله مرستو ته دوام ورکړو تر کومه چې غوښتنه کوي. د افغانستان سره به هم مخامخ او هم د ناټو په چوکاټ کې مرستو ته دوام ورکړو.
لومړي وزیر وویل لکه څرنګه چې معلومه ده ترکیې د افغانستان د نړۍوال هوايي ډګر امنیتي مسولیت په غاړه اخیستی دی . د افغانستان د امنیتي ځواکونو او ادارو سره د مرستو په خاطر به د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځه ۶۰ میلیونه ډالره مرسته وکړو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه