ولسمشر اردوغان كويټ ته په رسمي سفر روان شو.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د كويټ د رسمي خبري آژانس سره په مركه كې وويل چې په منځني ختيځ كې د سولې او استقرار د ټينګښت په برخه كې د كويټ د هېواد سره همغږي لري.

251503
ولسمشر اردوغان كويټ ته په رسمي سفر روان شو.


ولسمشر رجب طيب اردوغان د كويټ د رسمي خبري آژانس سره په مركه كې وويل چې په منځني ختيځ كې د سولې او استقرار د ټينګښت په برخه كې د كويټ د هېواد سره همغږي لري.
اردوغان څرګنده كړه چې د كويټ د چارواكو سره به د يمن، فلسطين او سوريې د چارو په ګډون د يو لړ سيمه ايزو او نړيوالو موضوعاتو پر سر خبرې اترې وكړي. اردوغان څرګنده كړه چې دا سفر د روانو كړكېچونو د حل لارې په موخه ښه فرصت دى.
اردوغان وويل چې `` په يمن كې د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف د ځواكونو د عملياتو نه ملاتړ كوو. د نظامي پړاو د پاى ته رسېدو نه وروسته د سياسي پړاو برياليتوب ځانګړى اهميت لري. پدې برخه كې تركيه هر ډول مرستې ته تياره ده.
اردوغان د شيعه حوثيانو نه هم غوښتنه وكړه چې په يمن كې په سياسي حل لاره كې د ګډون غوښتنه وكړه.
ولسمشر اردوغان په تركيه كې د سوري كډوالو په اړه وويل چې اوسمهال شاوخوا ۱،۷ ميليونه سوري كډوال په تركيه كې مېشت دي. تر اوسه پورې تركيې ۵،۵ ميليارده ډالره لګښټ كړى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه