ترکیې په قزاقستان کې د جامع جومات جوړ کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په قزاقستان کې د هیواد د دیني چارو د ریاست لخوا جوړ شوی د خواجه احمد یسوي جومات د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیست.

239641
ترکیې په قزاقستان کې د جامع جومات  جوړ کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په قزاقستان کې د هیواد د دیني چارو د ریاست لخوا جوړ شوی د خواجه احمد یسوي جومات د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیست.
ولسمشر اردوغان په قزاقستان کې خپلو لیدونو کتنو ته دوام ورکوي. ولسمشر اردوغان د نوموړي هیواد په پلازمینه استانه کې د لیدونو کتنو نه وروسته لومړی د چیم کینټ د ښار او وروسته د ترکستان ښار نه لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان په ترکستان ښار کې د نوموړي هیواد د ولسمشر نورسلطان نظربایوف سره په ګډه د خواجه احمد یسوي د مزار زیارت وکړ.
ولسمشر اردوغان وویل په ياد شوي ښار کې د ترکیې د دیني چارو د ریاست لخوا جوړ شوي د خواجه احمد یسوي جامع جومات د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیست.
د یادولو وړ ده چې د قزاقستان د احمد یسوي پوهنتون ولسمشر رجب طیب اردوغان ته افتخاري ډوکټورا عنوان ورکړ.
ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار نیوکه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل زه یو ځل بیا په نړۍ غږ کوم چې نړۍ یواځې د پنځو هیوادونو نه عبارت نده. د نړۍ تقدیر باید پنځو هیوادونو لاسته پرینښودل شي. نړۍ باید یواځې د پنځو هیوادونو لخوا اداره نشي. ځکه چې نړۍ د پنځو نه لویه ده . ولسمشر اردوغان وویل نن ورځ د نړۍ تقدیر د ملګروملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړیو په لاس کې دی. ددوینه که چیرې یو غړی هم مخالفت وکړي هیڅ شی نشي کیدی.
دا عدالت ندی. راځۍ چې ددې ساختار د بدلولو په خاطر لاس په لاس کې سره ورکړو او ګډه مبارزه وکړو.
ولسمشر اردوغان د سیمې روانو حالاتو ته په اشارې سره وویل چې نن ورځ ترکیه د څه باندې ۲ میلیونو تنو کډوالو کوربه توب کوي. ترکیه په ۲۰۱۴ کال کې په نړۍ کې د بشري مرستو په برخه کې په دریم کې کتار کې ځای نیولی دی . ترکیه به تل په نړۍ کې د مظلومانو د حقونو نه د دفاع وکړي او د مرستې لاس به وراوږد کړي. ځکه چې دا زموږ مسولیت دی. ترکیې یواځې پدې څو کلونو کې د سوریې او عراق نه په راغلو کډوالو ۵۵ میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه