ټي آر ټي په انګلیسي ژبه ۲۴ ساعته نړۍوالې خپرونې پیلوي

د ترکیې ملي راډیو تلویزیون ټي آر ټي په انګلیسي ژبه ۲۴ ساعته تلویزیوني خپرونې پیلوي.

238242
ټي آر ټي په انګلیسي ژبه ۲۴ ساعته نړۍوالې خپرونې پیلوي

د ترکیې ملي راډیو تلویزیون ټي آر ټي په انګلیسي ژبه ۲۴ ساعته تلویزیوني خپرونې پیلوي. د ( TRT World ) په نامه د خبري کانال د خپرونو د پيلولو په خاطر ټولې تیاري ګانې پایته رسیدلي دي.
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي ریس شینول ګوکا د ( TRT World ) د ستدیوګانو او چارو نه لیدنه وکړه.
( TRT World ) په امتحاني سیګنالونو استولو پيل کړی دی چې په بریالیتوب سره يي دا امتحان سرته رسیدلی دی.
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ریس شینول ګوکا وویل چې د ( TRT World ) نړۍوال خبري کانال د تخنیکي پلوه خپرونو ته حاضر دی. دم ګړۍ د په انګلیسي ژبه د ټي آر ټي د نړۍوال خبري کانال د خپرونو د څرنګیتا په اړه کار جریان لري. پدې اړه مسلکي ډله په دنده ګمارل شوې ده او کار کوي.
ګوکا وویل چې په نږدې راتلونکې کې به په امتحاني خپرونو پیل وکړو. د انګلیسي ژبې د نړۍوال خبري کانال په خاطر یو ډیر جدي پلان شوی دی چې د وروستیو مرحلو کې قرار لري.
د ټي آر ټي عمومي ریس زیاته کړه چې ټي آر ټي د مسلکي پروسونل له پلوه تر ټولو د ښو امکاناتو نه برښمنده ده .
نوموړي زیاته کړه چې ټی آر ټي او اناطولیا خبري اژانس د هرې ورځې په تیریدو سره په نړۍ کې خپل موقف او پرستیژ لوړې سویې ته رسوي او نن ورځ په مهمو خبري ارګانونو بدل شوي دي .
د بله پلوه د ټي آر ټي انګلیسې ژبې د نړۍوال خبري کانال د مشر مرستیال ابراهیم ایرن ویول چې ( TRT World ) به ۲۴ ساعته خپرونې ولري. مرکز به يي په استانبول کې وي او د نړۍ تازه پیښې به شیبه په شیبه نړۍ ته رسوي. نوموړي وویل چې
( TRT World ) به یواځې او یواځې بشر ته خدمت وکړي. نوموړي زیاته کړه چې
( TRT World ) به د نړۍ په ګوډ ګوډ کې او په ځانګړې توګه په اسیا، امریکا او اروپا په قارو کې په مختلفو نقطو کې نماینده ګۍ ، ستدیوګانې او خبریالان ولري.
( TRT World ) به هره ورځ د نړۍ د هر ګوډ نه تازه، قوي، خپلواکه او ډاډمن خبرونه نړۍوالو ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړه چې دم ګړۍ په واشنګټن ، کولالمپور او لندن کې ستدیو ګانو جوړې کړو او په کلاره کلاره به د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم خپلې سیمه ییزې ستدیوګانې پرانیزو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه